نعمت الله صديقي
موږ عموما سوله د تودې جګړې د ترپ او خرپ درېدا ته وایو او ثبات ته مو یې پام نه وي؛ بلکې دا یې قافیوي وزن یا تکراري کلیمه بولو، حال دا چې سوله د ثبات مقدمه ده، اصل او هدف یې همدا ثبات دی. دا دواړه اصطلاحات یو له بله نه بېلېدونکي مفاهیم لري؛ که چیرې سوله وي او ثبات نه وي، د شخړو او ستونزو بیا جدي احتمال هر وخت ممکن دی. که ثبات وي او سوله نه وي، دا بیا یوازې اجباري یا جبري نظم دی، نه یو منل شوی باثباته او سولیز نظام. نو ځکه سوله او ثبات دواړه د یوې سکې دوه مخ دي.
سوله یا ثبات اصلا له جګړې ورسته هغه حالت دی، چې د یوې ټولنې او اولسونو یا د خلکو ترمنځ د هر اړخیزو باورونو، او تعاملاتو فضا حاکمه وي، عدالت تأمین وي، د انساني حقونو درناوی، متقابل زغم او د همکارۍ فرهنګ، د ټولنیزو نابرابریو له منځه وړل او په ټوله کې علمي او فکري راوداري موجوده وي. ښایي ځکه خو سوله پروژه او ثبات یو فعاله او دومداره پروسه بللی شي، چې همدا له داخله پیلېږي او تر نړیوالو اړیکو پورې صورت نیسي.
ثبات د هر چا او د هرې سولې نهایي او اولین هدف او مهم ټکی دی، هغه راستون شوي جنګیالي، فاتحین او ستړي شوي او یا زړه تورې جنګي ډلې او واکمن (چې هر څه یې بولئ!؟) له جګړې ورسته مکلف دي، چې د همدې سوله ساتنې لپاره د ثبات فکټورونه یا برخې وپېژني.
اول: دا باید ولېدل شي، چې هېواد او خلک یا اولسونه یې هغه تېر برم (سیاسی، فکري، ذهني، تاريخي او د انفراسټرکچر یا بیا رغونې، امنیت او حکومتوالۍ) ته څنګه او په څه ډول رسېدای شي؟ له تېر منظور له جګړې مخکې حالت دی؛ ځکه طبعي ده، چې هره جګړه د یوه مملکت د تېر او راروان ترمنځ د بدلون او بربادیو پوله یا سپیس دی، تېر که هر څنګه و؛ خو له جګړې وروسته همغه تېر هم یو غنیمت حالت شمېرلی شي. دا د جګړو طبعیت دی او د دغه طبعیت ارزونه ځکه مهمه ده، چې د جګړې د تاوانونو په اړه همداسې یوه محاسبه لري.
دویم: جګړه د یوه اصل په توګه باید په عامه تبلیغ او ترویج منفوره او نفي وبلل شي، تر څو د نورو جګړو جواز او دلیل یې پاتې نه وي، جګړه که په هر دلیل و استدلال او له هرې توجیه مقدسه هم وي، تېر ته په کتو یې باید د زیان او تاوان اړخ یاد او تکرار کړای شي.
درېیم: پر جګړیزو اوزارو ترلاسه کړی بری د ثبات لپاره ناکامو یا بایللو خلکو او اړخونو ته پېغور نه شي او افتخار یې باید له ثبات سره مشروط کړای شي؛ ځکه جګړه ګټندوی نه لري، بلکې حتمي سوله او دایمي ثبات یې ګټه ده.
څلورم: خلکو ته باید ثابته کړای شي، چې دوی بغیر له کومو قدغنونو، پابندیو، وېرې، تشویش او ذهني و فزیکي تشدده د ژوند کولو حق لري او دوی په ټوله مانا د امن او ثبات په غېږ کې اوسي.
پنځم: د جګړې له بندښت وروسته معمولا تاثر دا وي، چې جګړه کوم اړخ ګټلې او نور جګړه نشته، حال دا چې بغیر له جګړې هم د خلکو رواني، ذهني او فکري برخو زخم خوړلی وي، دا تر هغه جګړیزو صدمو او حالتو کم و کوز کیفیت نه وي. په خلکو او اولسونو کې یوازې دا وېره و ترهه ختمول نه دي؛ بلکې پر متبادلو اوزارو یې لازم تمرکز هم مهم دی. متبادل اوزار یا د جنګ ضد وسایل د هرې ټولنې د خلکو او شرایطو په اساس درک او تعین کېدای شي.
شپږم: انتقامي سیاستونه، دوه رنګی چلن، تېر یا اوسنی تبغیض بېخي باید ووژل شي، د هر ډول قومي، فکري او سیمیز رقابتونو او حساسیتونو پر ځای د ثبات په خاطر ملي یوالی او ملي وحدت ټینګ کړای شي.
اووم: حکومت یا د واکمنۍ موسسه د یوه ګوند، ډلې او یا د خاصو قومونو، سمتونو د خلکو او فکري همغږیو پر ځای په ملي موسسه جوړ کړای شي، تر څو ګډ او د ټولو لپاره ملي باور، وقار او اعتماد رامنځته شي.
اتم: دا د همغه حاکمو واکمنو او له جګړو وروسته خلکو مکلفیت دی، چې دوی داسې ملي او د معاصرو خدماتو او مسوولیتونو حاکمیت او حکومتولي جوړه کړي، چې خلک په کې د خپلو فردي او اجتماعي ازادیو، حقوقو او د کار و روزګار ترڅنګ د هوسا ژوند او زندګۍ کولو خدمات، فعالیتونه د مال او سر د خوندیتوب تامین ولري او په مقابل کې په حکومتونو او موجودو واکمنیو د خلکو باور جوړ او زیات شي.
نهم: هغه معاصرو ارزښتونو ته خاص اهمیت او وده ورکول، چې د بشر په بنسټیزو او طبعي ارزښتونو کې راځي لکه علمي بنسټونه یا تعلیم عامول، ټولنیز عدالت تأمینول او د بېعدالتيو مخه نېول، د دیني او عصري علومو پوهان، استادان او مشران قدرول، نسلي او جنسي یا د لږکیو اړوند دوه مخی چلن او امتیاز ختمول، ټولنیز شفافیت او مساوات لکه د ښځو او کوچنیانو حقوق او بلاخره فرهنګي ارزښتونه لکه هنر، ادب او رسنیو ته مناسب رشد ورکول یې په مهمو او لازمو لومړیتوبونو کې راځي.
لسم: فکري سیاسي او عقیدوي اختلافات له منځه وړل که ممکن نه وي، نسبتا د تحمل، روادارۍ او صبر د تلقین په اساس یې کمول او په مقابل کې یې د مکالمې او خبرو لپاره معقول، مناسب او میانه روی ډسکورس یا میز رامنځته کول تر جدي لا جدي او مهم کار او هڅه ده.
یولسم: انسان خو څه چې ان غیر انساني حشراوې، ځناور، مرغان او کایناتي ماحول، اوبه، ونې، بوټې او هوا دا ټول د جګړو لامله زیانمن کېدای شي، که په اړه یې جدي غور، فکر او اقدامات ونشي انساني بقا له همدې ککړې او جنګزده هوا و چاپیراله هم له ګڼو بې ثباتیو سره مخ کېدای شي.
په هر صورت ممکن ګڼ نور عوامل او د ثبات نوره نښې و نښانې هم وي، چې له جنګ و جګړو وروسته د نسبي سولې په وختونو کې ورته جدي اړتیا لېدل کېږي او په اساس یې ثبات ممکن دی؛ مګر بختور او هوښیار واکمن او خلک همغه دي، چې له داسې یوې تودې معرکې و معاضلې وروسته یې د عقلانیت پر بنسټ همداسې یوه سوله او ثبات نصیب شوی وي. ښايي درویش هم همدا ثبات یادوي:
بیا نه توره پورته شي نه سر په وینو رنګ
باداره دغه جنګ دې د وطن اخري جنګ
کالم / رنسانستان