تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۷ مه) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د دوشنبې په ورځ په د رایو په لوی اکثریت یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې پکې له افغانستان سره د بشري، اقتصادي او د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت له امله ژوره اندېښنه څرګنده شوې، او له طالبانو څخه غوښتنه شوې چې خپلې سختدریځې پالیسۍ پای ته ورسوي او ټولشموله حکومت تضمین کړي.
یاد پرېکړهلیک ته ۱۱۶ هېوادونو د تایید، ۱۲ هېوادونو سپینې او ۲ هېوادونو (اسراییل او امریکا) مخالفې رایې ورکړې. دا پرېکړهلیک د طالبانو له بیا واکمنېدو نژدې څلور کاله وروسته، پر هغو بېلابېلو بحرانونو تمرکز کوي چې افغانستان ورسره مخامخ دی. په پرېکړهلیک کې د افغان ولس لپاره د نړیوالو د لا ډېر ملاتړ، او د بشري حقونو، سولې او ثبات لپاره د هڅو د بیا پیل غوښتنه شوې ده.
په پرېکړهلیک کې ټینګار شوی چې بشري، سیاسي او پراختیایي همغږې هڅې ضروري دي، او د ښځو او نجونو پر ضد د پراخ، ژور، سیستماتیک او زیاتېدونکي ظلم په اړه اندېښنه ښودل شوې، له طالبانو غوښتنه شوې چې ژر تر ژره خپلې هغه پالیسۍ لغوه کړي چې ښځې او نجونې له زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند څخه منع کوي.
پرېکړهلیک له طالبانو غواړي چې د افغانستان له لوري د نړیوالو قوانینو، په ځانګړي ډول د بشري حقونو او بشردوستانه اصولو، درناوی وکړي. همداراز، د ۱۹۳ غړو هېوادونو له خوا تصویب شوي پرېکړهلیک د تاوتریخوالي د دوام، او د القاعده، داعش، او تحریک طالبان پاکستان په څېر ترهګرو ډلو پر حضور ژوره اندېښنه څرګنده کړې، او غوښتنه یې کړې چې افغانستان باید د ترهګرو لپاره خوندي پټنځای ونهګرځي.
له امنیتي وضعیت پرته، پرېکړهلیک د افغانستان د سخت اقتصادي سقوط، پراخې بېوزلۍ او پراخېدونکي بشري بحران یادونه کړې، او د ملګرو هېوادونو او تمویلونکو څخه یې غوښتنه کړې چې خپل اصولي او دوامدار بشري ملاتړ ډېر کړي.
په پرېکړهلیک کې همداراز د طبیعي پېښو لکه سېلونو او وچکالیو د زیاتېدونکي ګواښ یادونه شوې چې د خوراکي خوندیتوب او د اقتصادي ثبات وضعیت لا خرابوي.
په پرېکړهلیک کې راغلي:
«دایمي او باثباته سوله هغه مهال ترلاسه کېدای شي چې اوږدمهاله ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ثبات موجود وي، او دا کار د مدني، سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري حقونو بشپړ درناوي او ټولشموله او نماینده حکومت ته اړتیا لري.»
دا پرېکړهلیک په داسې وخت کې خپرېږي چې د افغانستان بشري سیستم تر سخت فشار لاندې دی.
د ملګرو ملتونو د ادارو په وینا، له پاکستان او ایران څخه د کډوالو او هغو کسانو ستنېدا چې د کډوالو په توګه یې دغو هیوادونو ته پناه وړې ده، د افغانستان په ځانګړي ډول د سرحدي ولایتونو پر خدماتي څانګو سخت فشار راوړی، چې لا دمخه هم د نویو راستنېدونکو د جذب وړتیا نه لري.
دا ستنېدنې چې ډېری یې غیر اختیاري یا تر فشار لاندې دي، د خوندیتوب خطرونه لوړ کړي، او زرګونه کورنۍ یې د عاجلو مرستو لکه خوړو، سرپناه او لومړنیو خدمتونو ته اړ کړې دي.
د ۲۰۲۵ کال لپاره د افغانستان د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان چې نژدې ۱۷ میلیونه وګړو ته د مرستې لپاره ۲.۴ میلیارده ډالر غواړي، تر جولای میاشتې یوازې ۲۲ سلنه تمویل شوی، چې د مرستندویو ادارو په منځ کې یې اندېښنې راپارولي دي.
په پای کې پرېکړهلیک له ټولو تمویلونکو او ښکېلو خواوو غوښتنه کوي چې:
«هر هغه پرېکړه دې له سره وارزوي چې ښايي د مرستو د کمېدو سبب شي، او دا دې په پام کې ونیسي چې د دې کار منفي پایلې به تر ټولو زیاننګالو وګړو ته متوجې شي.
دغه د غلامانو اداره د الله بشریت اسلام او انسانیت دښمنانو صیهونیستو سوډرانو ته داسي لارښوونې وکړي سي شپیته زره واړه ماشومان ښځې او نر یې تر خاورو لاندي کړل.دغو د بشریت انسانیت دښمنانو ته د ووایی سي هغه در په یاد کړۍ سي خدای بښلي ادولف هیټلر روح یې ښاده تاسي لکه د اور لرګي سوزلاست. د تیښتې ځای مو نه لرل.😡👎
هغه ټول ګډونه حکومت د خرزي او اشرفي! سي خره چلونکي سقاویانو خرګاډیان یې مارشالان کړل هغه زریل اشرار سي د کابل په کوڅو کې به له وسلو خنجرونه سره ګرزیدل خلک به یې د موټرو تر ټیرو لاندي کول.د مردار سوي مسود انځورونه به یې د خلکو په موټرونو په زور ور سریښول. فاحش توب اخیرې اندازې ته رسیدلی وه.هیواد له تریاکي نیشه یانو ډک وه د خلکو ځمکې په زور غصب سوې حتی په سرکونو کې یې ماڼۍ جوړې کړې وې. یوازي او یوازي طالب جان ددغو رذیلانو لپاره د اسپرین ګولۍ ده. ټول یې تر کوهي کافه ها خوا وځغلول.
ولا که چی د امریکی د امپریالیسټی او استعماری او توطئه ګر دولت د مُریدانو ( مثلاً پخوانی والیانو او وزیرانو او رئیسانو او…… او د طالب صوری مخالفینو ) احساسات او غبرګون به د ملګرو ملتونو د عمومی اسامبلی د پریکړی په راپور کی د ” امریکا او اسرائیل ” د نوم په لیدو څه کیفیت ولری؟
خیرنه منظره نه ده؟