جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د کرکې او کینې دیانت |ژباړن: محب زغم 

د کرکې او کینې دیانت |ژباړن: محب زغم 

لیکوال: محمد محق

دین او دیني مفکوره

دین هغه پیغام دی چې د خدای له لوري پیغمبر ته رسېدلی او هغه بیا خپلو پیروانو ته ابلاغ کړی دی. د دې پیغام د ډول او ماهیت په اړه د اسلام په تاریخ کې پېچلي کلامي بحثونه او مهمې څېړنې شوې دي چې باید جلا وسپړل شي. خو د ژبې په متني قالب کې د دې پیغام د ځای موندلو په اړه ټولې اسلامي فرقې او مذهبونه سره یوه خوله دي.

د دین له لومړني جوهر سره د متدینانو تعامل یوازې او یوازې د همدې ژبني متن له لارې ممکنېدای شي. د الهي پيغام د پوهېدو په خاطر د دوی ټولې هڅې باید د همدې ژبني متن پر پوهېدا تمرکز ولري. د مسلمانانو لپاره دا ژبنی متن همدا قران مجید دی. ځینې اسلامي فرقې په تېره بیا اهل حدیث او سلفیان، نبوي حدیثونو ته هم د قراني متن په اندازه اهمیت قایل شوي دي خو په دې توپیر چې د حدیت قراءت تعبدي بڼه نه لري او هاغسې چې د قرأن په تلاوت سره عبادت کېږي، په دې لاره عبادت نه شو کولای.

دغه فرقې له دې توپیره پرته د قران او حدیث تر منځ په نورو مهمو توپیرونو نه دي قایل، په تېره بیا د عقایدو او احکامو لپاره د حجت په توګه دواړه یو شان ګڼي. سره له دې چې دا مني چې د ثبوت په لحاظ په یوه درجه کې نه دي او د قران مجید ایتونه قطعي الثبوت دي حال دا چې اکثره حدیثونه له متواتر (لفظي یا معنوي) حدیثونو پرته قطعي الثبوت نه دي. البته دا خبره په خپله مهمه ده چې د اسلام په تاریخ کې یې د فقهاوو، متکلمانو او محدثینو تر منځ مهم بحثونه او مشاجرې رامنځته کړي دي. د دې بحثونو د جزیاتو بیان خپل علمي ارزښت لري خو دلته غواړو بلې موضوع ته ورشو او هغه د دین او دیني مفکورې رابطه ده.

که دا ومنو چې دین په اوله درجه د قران مجید تعالیم دي او په دویمه درجه د نبوي حدیثونو تعالیم، نو دیني مفکوره د لومړۍ درجې متنونو د فهم او پوهېدا په برخه کې د دین د پیروانو هڅه ده. په حقیقت کې د وحي د نزول له هماغه لومړیو کلونو دیندارانو د ځینو ایتونو او حدیثونو په پوهېدا کې له ستونزې سره مخ کېدل او مطمین نه وو چې په مطلب سم پوه شوي دي که نه ځکه خو به پیغمبر ته ورتلل او پوښتنې به یې کولې چې د دې متنونو حقیقي معنا او مقصد ته ځان نږدې کړي.

له هماغه وخته د ځینو ایتونو او حدیثونو په فهم کې د مسلمانانو تر منځ یو ډول توپیر لیدل کېده. د دې توپیر عاملونه مختلف وو لکه د وګړو په ذکاوت او هوښیارتوب کې، د دوی په پوهه او تجربه کې یا په بهرنیو شرایطو کې توپیر چې د الحاقي قراینو په حیث یې کولای شول د ژبني متن پر پوهېدا اغېز وښندي. د اسلام پیغمبر پخپله د فهمونو دغه توپیر تایید کړ او ویې فرمایل: “رب مبلغ أوعی من سامع” یعنې: داسې به ډېر پېښېږي چې هغه څوک چې زما پیغام د نورو په وسیله ورته رسېږي تر هغو کسانو به زما په مقصد ښه پوه شي چې پیغام یې پخپله له ما اورېدلی دی. (1) او په بل ځای کې یې وفرمایل: “فرب حامل فقه إلی من هو أفقه من و رب حامل فقه لیس بفقیه” یعنې: ډېر به یو څوک داسې چا ته یو علم وړي چې هغه به تر ده پوه وي او تر ده به په دې علم ښه پوه شي او ډېر به داسې څوک یو علم لېږدوي بې له دې چې پخپله یې د پوهېدا وړتیا ولري. (2)

له دغو روایتونو پوهېدلی شو چې ان د اسلام د تاریخ په هماغه لومړنیو ورځو کې هم دینداران د دین د پیغام او د هغه د مقصد په پوهېدو کې یو شان نه وو او سره له دې چې ټولو هڅه کوله چې پر دې پیغام لا ښه وپوهېږي خو دا بری د ټولو په برخه نه کېده.

د مسلمانانو په منځ کې د پیغمبر حضور یوه ځانګړې او استثنايي دوره وه ځکه چې هلته یو مرجعیت شته و چې د اړتیا په وخت کې دې څوک ورشي او خپل شک او تردید لري کړي او هغه ابهام چې د دین په فهم کې ورته پيدا کېږي له منځه یوسي. خو تر هغوی وروسته د وحي ور وتړل شو او د اجتهاد ور پرانیستل شو.

اجتهاد یعنې د دیندارانو هڅه او د دین د لومړي درجې متنونو د مقصدونو د پوهېدا لپاره د خپل درک او فهم کارول. دا لړۍ د اسلام له هماغه صدره پیل شوی و او تر دې دمه دوام لري. په دې برخه کې څه چې ټول عالمان او د نظر خاوندان ورباندې اتفاق لري دا دي چې د اهل دین اجتهادونه ټول ظني او احتمالي اړخ لري او هېڅ اجتهادي چاره د قطعیت درجې ته نه شي رسېدلی او څوک حق نه لري چې ادعا وکړي د هغه اجتهاد حتماً او قطعاً د دین مطلوب لیدلوری دی، بلکې یوازې دومره ویلی شي چې ده له دیني متنونو څخه همدا فهم بود کړی دی او ګومان کوي چې د دین نظر به همداسې وي.

که پر دغه اصل سم پوه شو نو د ډېرو فکري ګډوډیو مخه به ونیول شي ځکه چې نن سبا ډېر اورېدل کېږي او لیدل کېږي چې هر څوک له هر ټریبیونه په جرأت سره وايي چې د دې یا هغه کار په اړه د اسلام حکم دا دی. کله چې ویل کېږي «د اسلام له نظره» دا به یوازې هله سمه وي چې دغه حکم په قطعي الثبوت او قطعي الدلاله متن کې راغلی وي یعنې د قران مجید په یوه ایت یا په متواتر حدیث کې او هغه هم په داسې عبارت سره چې د بل ډول تأویل یا توجیه هېڅ امکان یې نه وي او هماغه حکم په کې تصریح شوی وي.

غیر له دغو موردونو که هر څوک ادعا کوي چې د اسلام حکم داسې دی، په علمي لحاظ او د هغو اصولو پر اساس چې فقهاوو او لویو عالمانو د اسلام په ټول تاریخ کې ورباندې اجماع لرلې ده، هسې ادعا به وي او دا به ښيي چې دا سړی په شرعي قواعدو نه دی خبر.

نن سبا ډېر کسان ځان ته حق ورکوي چې د ډېرو اجتهادي مسایلو په اړه لکه دیموکراسي، سیکولریزم، لیبرالیزم، د بشر حقونه، د ښځو حقونه، د ماشومانو حقونه، مدني حقونه، ټولنیز عرفونه او عادتونه، فرهنګې چارې، سیاسي مسألې، نړېوال اړیکي او … چې په اړه یې هېڅ ایت او قطعي الدلاله حدیث نشته، په جرأت سره ووايي چې د اسلام نظر داسې دی او الهي شریعت داسې حکم کوي. حال دا چې د دوی په استدلال کې د شریعت د حکم د پوهېدا لپاره هېڅ قطعي سند نه وي ځکه چې دا یوازې له ایتونو او روایتونو د دوی برداشت دی او د ګومان بڼه لري.

تر دې لا خطرناکه هغه دی چې د بني ادمانو د وژلو او د هغوی د کورونو د ورانولو خبره په منځ کې وي او د دین د قطعي احکامو پر اساس، هر متدین انسان مکلف دی چې په دې برخه کې خورا زیات احتیاط وکړي او له هر عمل او د هر حکم له صادرولو ډډه وکړي، تر څوپورې چې کافي دقت یې ورباندې نه وي کړی او قطعي دلیل یې ورته نه وي پیدا کړی. ځینې په بې پروایۍ سره ځان ته حق ورکوي چې فتوا ورکړي او خپل شخصي یا ګوندي نظرونه په بې شرمۍ سره د شریعت حکم وبولي.

اجتهاد په خپل ذات کې ارزښتمنه هڅه ده خو دا چې ماهیت یې ظني (ګوماني) دی نو د اجتهاد په برخه کې د ګډوډیو د مخنیوي لپاره له هماغه پخوا وختونو څخه لویو مسلمانو عالمانو هڅه وکړه چې قواعد او اصول ورته وضع کړي او دا مشخص کړي چې که څوک اړتیا ویني چې د نویو راپیدا شویو موضوعاتو په اړه د شریعت حکم بیان کړي نو وار له مخې باید د دې کار وړتیا ولري.

 د اجتهاد لپاره ځینې شرطونه په پام کې نیول شوي دي چې ځینې یې درون دیني جنبه لري او ځینې یې بیرون دیني. مانا دا چې هم باید ځیني دیني علوم زده شي او هم ځینې هغه علوم چې دیني نه دي خو د هغو موردونو او شرایطو د پوهېدو لپاره په کارېږي چې په اړه یې شرعي حکم صادرېږي.

اجتهاد درجې لري او هغه کسان چې دا کار کوي، ټول په یوه کچه نه دي. اجتهاد پخپله تیه منونکې چاره ده، مانا دا چې کېدای شي یو څوک په یوه خاصه برخه کې د اجتهاد وړتیا ولري خو په بله برخه کې به یې نه لري. خو خبره دا ده چې اجتهاد د شریعت د احکامو په اړه د مومنانو احتمالي او ظني فهم دی و هېڅکله د دین او شریعت ځای نه شي نیولی.

په دې حساب سره، دیني مفکوره د شرعي احکامو او د دین د نظر د پوهېدو لپاره د اجتهادونو او د بني ادمانو د ذهني هڅو محصول دی. ټول هغه کتابونه چې د قران د تفسیر، د نبوي حدیثونو د شرحې، د فقهې د احکامو او فتوا، علم کلام او عقاید، تصوف او عرفان، اسلامي تربیه او اخلاقو او نورو اسلامي علومو په اړه لیکل شوي یا لیکل کېږي، سره له دې چې د علمي هڅو په حیث د قدر وړ دي او د اسلامي ټولنې علمي او فکري پانګه زیاتوي خو هېڅ یو یې هم د اجتهادي چارو له دایرې بهر نه دی. دغه ټول کتابونه د دین د پوهېدو لپاره د متدینانو د هڅو هېندارې دي. په دې ټولو کې هغه اجتهادونه راغلي چې هېڅ عصمت او قداست نه لري او تر نقد او ارزونې پورته نه دي.

دا لویه تېروتنه ده چې ځینې متدینان دیني مفکوره له دین سره یو شان ګڼي او هغو کتابونو ته چې د مومنانو په لاس لیکل شوي دي، د دین د لومړۍ درجې متنونو په اندازه اهمیت ورکوي. دې کار سره هم پخپله دین ته تاوان رسوي او هم د خلکو ژوند له پرېشانیو سره مخ کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب