ډېرې ورځې وشوې، چې د تمرین لپاره کلب ته نه یم تللی.
لومړی مې ځان ته پلمه وکړه: «نن یې پرېږده، سبا به ولاړ شې.»
خو سبا پسې اوږد شو — تر هغې چې هغه یوه نه بله ورځ شپاړس کیلومتره مزل چې مې کاوه هم له منځه ولاړ.
اوس مې پښې یوازې د خونې د فرش تر بریده تګ کوي
کار نه لرم. خو تر دې بده دا ده، چې د کار لټون هم راته د بېکارۍ په شان دروند ښکاري
کله چې د «فکر بدلولو» هڅه وکړم، ژوره سا واخلم، کمپیوټر ته کینم، یو فلم چالان کړم… خو تراوسه مې یو هم تر پایه نه دی کتلی
ډېری وخت یې تیز تېروم، ځکه چې د پای ته رسېدو زغم یې نه لرم
ورځ کې یو ځل خواړه خورم — او ډېر وخت مې دې ته هم زړه نه کېږي
یخچال کې ډېر څه شته خو خوند یې نه شته
هغه مېوه، چې پخوا به مې د زړښت له وېرې ژر خوړله، اوس پخېږي، له منځه ځي، بوی کوي…
زه یې ایله خځلدانې ته په ناغېړتیا غورځوم.
د شپې تر ناوخته ویښ یم، داسې چې خلک ټول ویده وي.
د ورځې، چې خلک ویښ وي، زه خوبولي وم
او اوږد غځېدلی وم ،لکه د اوړي ورځ.
مخکې به مې خپله کوټه جارو کوله. اوس مې فرش د پښو لاندې داسې ښکاري، لکه پر لانده بوره چې روان یم
پخوا به مې موسیقي اورېده، طنزیه لیکنې مې لوستلې. ډېره موده وشوه، چې ټپه یا سروکۍ مې نه ده زمزمه کړې.
خندا او مسکا ته مې، حتی وښکی نه چنګېږي
ځان ته حیران یم:
زه په ډپریشن کې؟
که ډپریشن په ما کې؟
شاید زه یو ورک انسان وم هغه هم
نه په ښار کې، نه په کوڅه کې — بلکې د خپل ځان دننه.
زما دننه یو څوک ناست دی — هغه څوک چې هر مهال مې څاري.
نه غږ کوي، نه خوځېږي — یوازې راته ګوري.
لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ٧ د جولای ٢٠٢٥