تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرېان ۱۷ مه) په داسي حال کې چې له طالبانو سره د روسیې اړیکې په زیاتېدو دي، د روسيې د ګرځندوی شرکتونو افغانستان ته د سفر نوي پکېجونه اعلان کړي دي، چې د یوې اوونۍ سفر پر شاوخوا ۳۰۰۰ ډالرو وړاندې کوي.
د روسیې رسنیو پرون (دوشنبې) راپور ورکړ چې دا اعلانونه په وروستیو ورځو کې د روسیې پر انټرنټي پلېتفارمونو خپاره شوي، او د تلېګرام د «شات» خبري کانال پر اساس، لومړۍ ډله مسافر به ښايي د روانې جولای میاشتې په منځنیو کې سفر پیل کړي.
دغه پکېجونه، چې بیه یې ۲۳۵ زره روبله (شاوخوا ۳۰۰۰ ډالر) ده، د روسیې او طالبانو ترمنځ د تودېدونکو اړیکو په ترڅ کې وړاندې شوي دي.
تېره اوونۍ روسیه لومړۍ هېواد شو چې د طالبانو تر مشرۍ لاندې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژانده.
د پېژندنې تر اعلان وروسته، روسیې له طالبانو سره په بیلابیلو برخو لکه انرژۍ، کرنې، ترانسپورت، او نورو برخو کې د همکارۍ پلانونه اعلان کړل.
سره له دې چې پر طالبانو نړیوال بندیزونه لا هم دوام لري، دواړو لورو د سوداګرۍ د پراخولو او پانګونې د فرصتونو په اړه هم خبرې کړي دي.
د تاند د پښتو پاڼي چلونکو! ایا تاسي دغه خپلې پښتو لیکنو ته ځیر سوي یاست ؟ دا د کومې زبې لغاتونه تاسي کاروۍ؟ پیکیجونه پلیټفورم او نور . تاسي خو د پښتو پاڼه په مخ وړۍ خیر ده که فرنګي غاره یې چلوۍ . زده کړې مو چیرې کړې ؟ 😔