تاند『شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۴مه』د غزني ولایت د سردې بند په سیمه کې د تفریحي پارک د جوړولو یوه پروژه نن پرانېستل شوه.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې دغه تفریحي پارک د ۷۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د مسلم کټوازي شرکت په پانګونې جوړېږي.
یاد وزارت زیاتوي، چې اوسمهال پر ۱۰ جریبه ځمکه باندې کار پيل شوی او په ټوله کې کابو ۱۰۰ جریبه ځمکه په پام کې نیول شوې.
دغه پارک به د ۵ کلونو په موده کې جوړ شي.
د معلوماتو له مخې سردې بند د هېواد له لویو بندونو او تفریحي سیمو ګڼل کیږي، چې هېوادوالو دې سیمه کې د تفریحي پارک او سېلانیانو ته د اسانتیاوو رامنځته کېدو غوښتنه کوله.
د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت د پنجشیر – تخار نوی سړک منظور شو
د نظر خاوندان هم په تفریحي سیمو کې د پارکونو جوړول یو ښه ګام یادوي خو ټینګار کوي، چې د پارک تر جوړېدو وروسته دې ورتلونکو سیلانیانو ته لازمې اسانتیاوې هم په نظر کې ونیول شي.
دا ښه خبره ده ، چې هلته تفریحي پارک جوړشي . اما غزني او خصوصا د سردې بند له کابل نه لرې واقع شویدی . له کابل ، ننګر هار ، بلخ ، کندهار او هرات نه د افغانانو سفر ، تګ راتګ غزني ته په یوه ورځ کې ناممکن دی ، بنا ضرورت پیدا کیږي ، چې سیلانیان او مسافر هلته دشپې پاته شي . په دې سیمه کې باید معیاري مېلمستونونه او هوټلونه جوړشي ، د موټرو لپاره هر هوټل باید پراخه پارکینګ ولري ، د ښاروالۍ له خوا منظم تنظیف او مسوول کسان استخدام شي . د تفریحي ځایونو ترڅنګ باید روغتیایي مرکز ، درملتونونه ، انترنتي شبکې ، معیاري تشنابونه ، جوماتونه ، د خوراکي او غذایې موادو دوکانونه او مسلکي امنیتي ادارې موجودې وي.
دکليما له بدلون سره په د اخيرو کلنو کي کله د سردی بند وچ وي خو چي په کافي اندازه واوره او باران وشي دومره اوبه پکي را ټوليږي چی کروندګر خپلي ځمکي خړوبه ولای شي. دسر بند ته په د تيرو لسيزو کي هيڅ پام نه دی شوی هغه اوس له خاورو او شګو ډک ده ځائی اوسيدونکی ډنډ بولی.
اول بايد دابند او ورته دواړه کانالونه له خاورو او حټو پاک شی چی بند په کافي اندازه اوبه زخيره کړی او ځايی بزګر لکه څنګه چی دا بند جو شوی وو په هغه شان بزګر ګټه تری واخستلای شی. دښاغلی بريال وړانديز هغه وخت کاريدلای چی د بزګرو له اړتيا نه ايضافه اوبه بايد تل په د بند کی وی تر څو دد “تفريحګاه” ضرورت پوره کړای شی.
په اوس حال کی افغانان له وچکالی او لو ږی سره نه سر ټکوی د “تفريحګاه” پر ځای بايد د وچکالي او لوږي مخه ونيول شي.