جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهخلیلزاد د ایران له لوري د افغان کډوالو د ایستلو پر څرنګوالي...

خلیلزاد د ایران له لوري د افغان کډوالو د ایستلو پر څرنګوالي انتقاد وکړ

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۴ مه) د امریکا پخواني دیپلومات او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د افغان پناه‌ غوښتونکو د ایستلو په تړاو د ایران کړنلاره په کلکه وغندله.

نوموړي په خپله «ایکسپاڼه» (پخواني ټویټر) کې په یوه لیکنه کې ویلي:

«په وروستیو ورځو کې د ایران حکومت زرګونه افغان پناه‌ غوښتونکي په زور له هېواده ایستلي دي. که څه هم د پناه‌ غوښتونکو ستنول، کله نا کله موجه کېدای شي، خو زه باور نه لرم چې اوسنی وخت د دې کار لپاره مناسب وي. حتی که وخت ‌یې هم راغلی وي، هغه طریقه چې د ایران اسلامي جمهوریت په دې برخه کې عملي کوي، ناڅاپي او له افغان چارواکو سره بې له هر ډول همغږۍ ده. دا کار ناسم دی او زه یې غندم.»

خلیلزاد د افغانستان او ایران ترمنځ د ژور فرهنګي تړاو یادونه کړې او د ښه ګاونډیتوب پر اصل یې ټینګار کړی. هغه ویلي، په تېرو پنځوسو کلونو کې میلیونونو افغانانو په ایران کې ژوند او کار کړی. همداراز، ډېری افغانان د ایران له‌خوا سوریې ته استول شوي چې هلته د ایران د حکومت په ګټه وجنګیږي.

هغه زیاته کړې:

«ایران باید له اسراییل سره د شخړي له کبله د افغان کډوالو پر ضد د فشار د وسیلې په توګه کار ونه‌خلي.»

خلیلزاد په خپله تبصره کې دا هم ویلي:

«اوس ځینې افغان پناه‌ غوښتونکي د اسراییل له استخباراتو سره د همکارۍ په تور نیول کېږي. خو واقعاً څومره امکان لري چې دا مهاجر دې له خپل اوسني ژوند، یا د ایران د لوړپوړو امنیتي مقاماتو له دفترونو او یا هم له حساسو پوځي یا اتومي مرکزونو څخه خبر وي او دا موساد ته ورکړي؟ حتی که فرضاً لږ شمېر کسان دې هدف ته جذب شوي وي، هماغه محدود کسان باید ځواب ووايي، نه دا چې لسګونه زره نور له مجازاتو سره مخامخ شي.»

هغه د افغانستان او ایران ترمنځ د ښه ګاونډیتوب پر اصل یو ځل بیا ټینګار کړی او ویلي:

«البته، ایران حق لري چې تصمیم ونیسي پناه‌ غوښتونکي بېرته واستوي، خو د یوه ګاونډي هېواد په توګه، مسوول دی چې دا بهیر داسې تنظیم کړي چې د انسانې بحران مخنیوی وشي. افغانانو ته باید د بېرته ستنېدو، د ژوند د بیا پیلېدو او د معیشت په برابرېدو کې مرسته وشي، تر څو دا عمل د پیوستون او ښه ګاونډیتوب یوه نښه وي.»

ځینې افغان او ایراني شنونکي وايي، ایران د دې لپاره چې اسراییل د دغه هیواد مهم اتومي ساینسپوهان او د لوی درستیز په ګډون جګپوړي جنرالان په خپلو خونو کې ووژل او د دغه هیواد د خاورې هره برخه چې یې زړه و، بمباران کړ، نو د خپلې ماتې د توجیه لپاره افغانان اسراییل ته په جاسوسۍ تورنوي.

ایران له اسراییل سره‌ له دوولس ورځنۍ جګړې وروسته، په پراخه کچه د افغان پناه‌ غوښتونکو ایستل پیل کړي. د کډوالو د نړیوال سازمان په وینا، یوازې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې، تر ۲۳۰ زره ډېر افغانان له ایران څخه ایستل شوي دي.

بل‌خوا، د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د ستنېدونکو افغانانو د ملاتړ لپاره یې شاوخوا یو میلیون ډالر ځانګړي کړي دي. دا پیسې به د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) ته ورکول شي.

1 COMMENT

  1. KHALILZAD SAHIB DONT COMPLAIN ON IRAN,
    COMPLAIN ON KARZAI GHANI ABDULLAH,
    WHY THEY DID NOT PREPARE HOME AND MORE NECESSARY THINGS FOR LIFE OF IMIGRANT,
    IF THEY WORKED BASSICALY PREPARE CAMPS OF RESIDENCY,JOBS/SHELTERS WATER HEALTH CARE
    NOW EVERY THING SHOULD BE FINE,MILLIONS DOLLARS COME TO KABUL AND REVERSE WENT TO DOUBI/TURKEY AMERICA EUROP
    BRING TO JUSTICE; ZAKHILWAL ANWARULHAQ AKHADEY. AKLIL HAKIMY, ,RAKHIM WARDAG/FAROOQ WARDAG/ HAMDULLAH MUHIB,DUSTEM NOOR
    KARZAI AND GHANI ADMINISTRATORS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب