تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۴ مه) ملګري ملتونه وايي چې ایران سلګونه افغان کډوال د جاسوسۍ په تور نیولي، او دې کار د خپلسرو نیونو او د بشري حقونو د سرغړونو اندېښنې راپورته کړي.
په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینټ، د دې پېښو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي ویلي، د ایران پولیسو د ایران د قومي او مذهبي اقلیتونو غړي او افغان کډوال د اسراییل لپاره د جاسوسۍ په تور نیولي.
بینټ نن (شنبې، د جولای په ۵مه) پر ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) لیکلي چې د نیولو پر مهال له تاوتریخوالي کار اخیستل شوی او له افغان کډوالو سره سپک، توهینآمیز او ناسم چلند شوی دی.
ده د ایران دا ډول چلند غندلی دی.
د ملګروملتو کارپوهانو ویلي: «له جګړې وروسته حالت باید د اعتراضونو د غلي کولو او فشار زیاتولو لپاره ونهکارول شي.» هغوی پر ایران د امریکا او اسراییل د وروستیو پوځي بریدونو اغېزې تایید کړي او پر اعدامونو، جبري ورکېدنو او ډلهییزو نیونو اندېښنه ښودلې.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، د جون له ۱۳مې راهیسې لږترلږه ۶ کسان، چې درې یې کوردان دي، د اسراییل لپاره د جاسوسۍ په تور اعدام شوي دي.
یوشمېر بیرته ستانه شوي افغانان هم ورته ادعاوې کوي، چې د ایران پولیسو د جاسوسۍ تورونه ورباندې لګولي او بیا یې توقیف کړي. دا څرګندونې له هغو پراخو اندېښنو سره سر خوري چې د نړیوالو بشري حقونو سازمانونو یې هم راپور ورکړي و.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو اندېښنه ښودلې چې د اسراییل له بریدونو وروسته، ایراني امنیتي ځواکونو د لږکیو ټولنو، په ځانګړي ډول د افغان کډوالو پر ضد اقدامات زیات کړي دي.
ايران افغاناڼ تفريحي پارکونو ته نه پريږدي اوس د تعجب خبره داده چي نو څرنګه کيدای شي هغو حساسو کارخوتو او نورو مواسيسوته لار پيدا کړي چي جاسوسي اسرائيلوته وکړي دا شانته ته تورونه د خندا وړ دي ايران هسي يوه بانه لټوي چي څرنګه افغانان له خپلي خاوري وباسي او ځان دملګرو ملتنو اؤ نورو سازمانو له نيوکو وساتي. خپله ايران کي ډير يهدان اوسيږي خو هغو ته د اسرائيلو له ويري غږ هم نه شي کولای.
ايران شيعه ملايان په د درواغو خپل ملت غولوي او حاراميانو د افغانانو په خواخوږي پښي ږدي.