جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهدرې نیم سوه افغان محصلان د لوړو زده کړو لپاره پاکستان ته...

درې نیم سوه افغان محصلان د لوړو زده کړو لپاره پاکستان ته ورسیدل

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۴ مه) د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، نژدې ۳۵۰ تنه افغان محصلان پاکستان ته رسېدلي، چې د دغه هیواد د لوړو زده کړو کمیسیون (HEC) د “علامه محمد اقبال سکالرشیپ” پروګرام له لارې د پاکستان د مخکښو پوهنتونونو په بېلابېلو څانګو کې زده‌کړې وکړي.

ایچ اي سي د جمعې په ورځ په پېښور کې د خپل سیمه‌ییز دفتر په مرکز کې د دغو محصلانو د هرکلي لپاره ځانګري مراسم جوړ کړي و.

پاکستان اکثره سکالرشیپونه نجونو محصلانو ته ورکړي دي. هغه ېبقه چې په افغانستان کې طالب رژیم له زده کړو او نورو حقونو محرومه کړې ده.

دا پرمختګ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د علمي همکاریو او د خلکو ترمنځ د اړیکو په برخه کې یو مهم ګام بلل شوی دی.

محصلان به د مني له سمسټر څخه وړاندې، د چمتووالي د یوه ځانګړي کورس له لارې زده‌کړې پیل کړي. سربېره پر دې، ۵۰ تنه د دوکتورا (PhD) او ۱۰۰ تنه د ماسټرۍ محصلان به هم د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په میاشت کې پاکستان ته لاړ شي، څو خپلې زده‌کړې هلته تعقیب کړي.

د علامه محمد اقبال سکالرشیپ پروګرام له لارې ۴،۵۰۰ سکالرشیپونه افغان محصلانو ته ورکړل کېږي.

3 COMMENTS

  1. که په جهاد ډرتي میییلت ٣ ورځې جوماتونه ته تګبندیز ولګيږي، ټول افغانستان ته به اور واچوي، خو څلور کاله شول ښونځي تړلي دي، مګر خر و خریت دی.
    زموږ نژدی هروګړی د ښځو انساني حقوقو په ضد یو مخپټی کرنیل دی.

  2. very bad news;
    all student who coming back to country,
    they will brain washing and change to one I S I INTELLIGENT
    TALIBS MUST SEND STUDENT TO INDIA OR CHINA,
    AMIRKHAN MOTAQI IS REPRESENTATIVE OF PAKISTAN IN TALIB S ADMINISTRATION
    THANK YOU

  3. د افغانانو لپاره د پنجاب تحصیلي بورسونه او سکالرشیپونه په دې معنی دي ، چې په راتلونکي کې د ملارباني ، سیاف ، مولوي محمدنبي محمدي ، پیرګیلاني ، مجددي ، د تخریب او جنګ انجنیران لکه مړشوی مسعود ، ګلبدین حکمتیار ، احمدشاه احمدزی ، حاجي قدیر ، عطا چور شیخ آصف محسني او نور به هم د افغانستان د ورانۍ او افغانانو د وژلو لپاره وروزل شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب