جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د جاپانیانو د اوږد عمر راز په څه کې دی؟

د جاپانیانو د اوږد عمر راز په څه کې دی؟

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرېان ۱۴ مه) په اوسني وخت کې شاوخوا ۶۳۰ زره کسان په نړۍ کې ۱۰۰ کلن یا تر دې ډېر عمر لري، او د دوی ډېری یوازې په ۱۰ هېوادونو کې اوسي.

هغه کسان چې سږکال ۱۰۰ کلن کېږي، له بې‌سارو پېښو سره مخامخ شوي دي؛ له دوو نړیوالو جګړو، د پني‌سیلین، انټرنټ او حتی ټیک‌ټاک تر رامنځته کېدو پورې.

د ملګرو ملتونو د نوې اټکل له مخې، ډېر شمېر سل کلن کسان د آسیا، اروپا او شمالي امریکا په لویو هېوادونو کې اوسي؛ دا هېوادونه د اقتصاد، سیاست، د روغتیايي سیستم د کیفیت او ټولنیزو جوړښتونو له پلوه سره ډېر توپیر لري.

جاپان د فهرست په سر کې دی، چې شاوخوا ۱۲۳ زره کسان پکې ۱۰۰ کلن دي. دا شمېر د ټولې نړۍ د سل کلنو کسانو یوه پر پنځمه برخه جوړوي.

جاپان همداراز له هغو هېوادونو څخه دی چې د ډېر عمر تمه پکې تر ټولو لوړه ده: د ښځو لپاره ۸۸ کاله او د نارینه‌وو لپاره ۸۲ کاله.

په بېلابېلو هیوادونو کې د سل کنو شمېر

له جاپان وروسته، امریکا (۷۴ زره کسان)، چین (۴۹ زره) او هند (۳۸ زره) په دوهمو دریو ځایونو کې دي. خو که دا شمېرې د نفوس په تناسب حساب شي، امریکا او چین له لوړو مقامونو ښکته راځي، او د هغوی ځای اروپایي هېوادونه لکه فرانسه، یونان او ایټالیا نیسي.

سره له دې، جاپان لا هم استثنایي دی: د هر ۱۰۰ زره وګړو پر سر ۱۰۰ تنه سل کلنه خلک لري.

د اوږد عمر راز څه دی؟

د عمر اوږدوالي متخصص، پروفیسر سولویګ کانینګهام، وایي:

«جاپان د هر فهرست په سر کې دی.»

د هغه په باور، د سالمې تغذیې، منظم ورزش او پاک چاپېریال ترکیب د اوږد عمر سبب شوی. خو د ده په خبره، تر دې ژوره ارزونه دا ده چې وګورو، آیا هغه مهاجر چې لسګونه کاله وړاندې جاپان ته تللي، همدومره اوږد عمر کوي که نه.

د ډېر اوږد عمر پدیدې له کلونو راهیسې ساینس‌پوهان حیران کړي او الهام‌بخښونکې موضوع ده – له کتابونو، تلویزیوني خپرونو تر هغو لارښودونو پورې چې له ځان سره د مرستې په اړه دي.

یوه مشهوره تیوري د “نیلي زون” یا Blue Zones ده، کومې سیمې چې خلک پکې د سالم ژوند، ښه خوړو، قوي ټولنیزو اړیکو او جینیتیک له امله اوږد عمر کوي. خو ځینې څېړونکي د دې سیمو د شواهدو د دقیقوالي په اړه شک لري.

په یوه لانجمنه څېړنه کې تېر کال څرګنده شوه چې د زیږون د نیټو د ثبت تېروتنې او د تقاعد د ګټو د اخیستو لپاره درغلي کولای شي په ځینو هېوادونو کې د سل کلنه خلکو شمېر زیات ښکاره کړي. خو پروفیسر کانینګهام وایي، که څه هم یو شمېر شواهد ممکن ناسم وي، دا خطاګانې پر عمومي تمایلاتو اغېز نه کوي، ځکه هغه هېوادونه چې تر ټولو ډېر سل کلن خلک لري، د ژوند کولو لوړه کچه هم لري.

هغه زیاتوي:

«که فکر وکړو چې دا هغه هېوادونه دي چې خلک پکې عمومًا ډېر عمر کوي، نو دا حیرانوونکې نه ده چې ډېر یې سل کلنۍ ته رسېږي.»

حتی په هغو هېوادونو کې چې د ژوند تمه ټیټه ده، ممکن ځینې خلک له زودمرګیو ژوندی پاتې شي، چې دا خلک به له طبیعي پلوه ډېر مقاوم، سالم او قوي وي.

جادويي نسخه نشته

کانینګهام ټینګار کوي چې لا هم د اوږد عمر لپاره کوم قطعي راز نشته، خو د سالم زړښت لپاره بنسټیز عوامل ساده دي: منظم تمرین، متوازنه تغذیه، روغتیايي پاملرنه، کافی خوب، له الکولو او سګرټو څخه ډډه، او د ذهني فشار اداره.

هغه په ټوکه وایي:

«زه شخصاً پر هغو مشورو باور نه لرم چې وایي د اوږد عمر لپاره د کب غوړ، چاکلیټ یا یوه پیاله شراب وخوره.»

سره له دې، جاپان لا هم د سالم او اوږده عمر لپاره د نړۍ یو بېلګه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب