له هغه راهېسې چې طالبان واک ته رسېدلي په افغانستان دننه رسنیو باندې د دې ډلې له خوا نوي، نوي بندیزونه او محدودیتونه لګیږي. تازه دې ډلې رسنیو ته یو فرمان ورکړی چې د سیاسي خپرونو شنونکي باید له دوی سره ثبت وي او هغه څوک چې له دې ډلې سره ثبت نه وي رسنۍ یې سیاسي خپرونو او مرکو ته نه شي مېلمه کولی. همدا راز د سیاسي خپرونو د موضوع د ټاکل کېدو لپاره باید رسنۍ له دوی څخه اجازه واخلي او له اجازې پرته موضوع نه شي انتخابولی. دا یې یوازې یو دوه بېلګې وې خو دابندیزونه د رسنیو هر تعقیبوونکی د دوی له پیله تر اوسه لېدلی او محسوسولی شي.
خو ولې دوی په رسنیو بار بار بندیزونه او محدودیتونه لګوي؟
د دې تر شا سیاسي، ایډیالوژیک او عملي عوامل دي.
د بیان له ازادۍ سره تضاد، ځکه چې رسنۍ د ولس له لوري اداره کېږي او طالبان په آمرانه واک باور لري. هغه څه چې ولس یې وايي، غواړي او غوښتنه یې کوي هغوی ته دوی یا توجه نه کوي او یا ورته ارزښت نه لري، یوازې د خپل آمر د امر متابعت کوي که څه هم هغهورکړل شوی امر یې د ولس په ګټه نه وي.
بل دا چې ژورنالېزم د هر شي په اړه پوښتنه کوي، یو ساده او ډېر عام مثال که ورکړو دا چې ولې د نجونو ښوونځي بند دي؟ که شرعي یا سیاسي محدودیت وي نو دا به کله له منځه ځي؟ کله به زمېنه ورته برابره شي؟ یا ولې زمینه نه ورته برابریږي؟ سیستم کې ستونزې دي که څنګه؟ که دا ټول هر څه دوام کوي نو پکار ده چې له دې حق څخه خلک محروم کړو؟ دا وړ پوښتنې د نظام سیستمونه ننګوي او دوی نه غواړي چې په نظام یا نېوکه وشي او یا پوښتنه. نو ژورنالېزم د پوښتنې کولو فلسفه لري او دوی له پوښتنې ځان پورته ګڼي او چاته حق نهورکوي چې پوښتنه ترې وکړي.
هر نظام چې مشروعیت نه لري یا د رایې کارونې له لوري نه وي راغلی نو د رسنیو له لوري نقد کېږي، چې دا نقد د نظام مشروعیت تهمستقیم ګوزار دی. دا ډول که په رسنیو کې هر ډول راپورونه یا خبرونه چې د دوی خلاف وي د دښمن تبلیغات ګڼل کېږي.
رسنۍ متنوع او خواره واره او د ټولنې د هرې طبقې لپاره بېلا بېلې خپرونې او متنوع نظریات لري خو طالبان سخته دریځه مذهبي تعبیرلري او د نورو له نظریاتو ځان پورته ګڼي یا ورته ارزښت نه ورکوي. همدارنګه په رسنیو کې د ښځینه ژورنالېستانو له شتون سره هم دوی حساس دي او د مذهبي تعبیر خلاف یې بولي.
دوی غواړي چې خلک او د خلکو افکار، ارزښتونه او د خلکو پوهه تر خپل کنټرول او ولکې لاندې وساتي، خو رسنۍ او بالخصوص ټولنیزې رسنۍ دا ولکه شکوي.
یو شمېر بهرني خبریالان یا هغه مستقل افغان خبریالان چې د هېواد دننه کار کوي که چېرته د دوی په ځینو کړنو او کارونو راپورونه جوړوي نو امکان لري چې دا نړیوال شي او له هغه څه شي پرده پورته کړي چې طالبان یې نه غواړي نو د دوی د اعتبار جوړونې هڅېخرابوي.
په رسنیو کنترول ښه خبره ده خو دا کنترول باید د سانسور تر حده ونه اوسې او یا یې د بندېدو سبب نه شي. په تېرو دوه درېو کلونو کېد BBC Pashto، Deutsche Welle، VOA بندېدل یې ښکاره بېلګې دي. که څه هم دا له نورو هېوادونو څخه د افغانانو لپاره خپرونېلري خو په هېواد دننه هم ځینې رسنۍ لکه طلوع نیوز چې د دې ډلې له لوري له سختو ننګونو، بندیزونو او محدویتونه سره مخ دي، همدارنګه اریانا تلوېزیون هم یادولی شو. ملي راډیو تلویزیون یوه دولتي رسنۍ ده خو دوی حتی په ملي راډیو تلویزیون کې یا خو ښځینهخبریالانو ته اجازه نشته او که وي هم هغه یوازې د دینې خپرونو د مخته وړلو اجازه لري.
د بیان ازادي نه یوازې شخصي ازادي ده بلکې دا د یوې سالمې او عادلانه ټولنې بنسټ جوړوي.
د بیان ازادي نظامونه خپلو خامیو او هغو حساسیتونو ته متوجه کوي چې د خلکو له نظره د هېواد او ملي ګټو په زیان وي، خو که دا ازادي هر څومره هم محدوده شي، خو د خلکو له ذهنونو نه شي وتلی.