Homeخبرونهسبا یکشنبه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی

سبا یکشنبه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی

تاند「شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۲۴مه」د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ریاست سبا یکشنبه په ۱۴ ولایتونو او سالنګونو کې د بارانونو دورېدلو او تېزو بادونو اټکل کړی دی.

یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کي ویلي چې، دغه اټکل په غزني، میدان وردګ، بامیان، پکتیا، کابل، ننګرهار، کاپیسا، پروان، پنجشېر، سمنګان، سرپل، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې، د باران ورېدلو کچه به په بېلابېلو سیمو کي له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي مترو او د باد تېزوالی به په ختیځو، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو او یوه ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.

دا اټکل داسې مهال شوی چي، تازه په بدخشان ولایت کې د بارانونونو ورېدلو او سېلابونو له امله درې کسان مړه شوي او خلکو ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...