جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد کبرا رضایي د قتل په تور نیول شوي ایراني خپل جرم...

د کبرا رضایي د قتل په تور نیول شوي ایراني خپل جرم منلی

تاند「شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۲۴مه」د تهران پېشوا ولسوالۍ د پولیسو قوماندان ویلي، چې د افغانې کډوالې، کبرا رضايي د قتل په تور یې یو تن نیولی او پر خپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.

ایراني چارواکي وایي، تورن کس په لومړنیو څېړنو کې د کبرا رضایي په وژل کېدو کې لاس لرل منلي دي.

نیول شوی کس د نورو څېړنو لپاره په زندان کې ساتل کېږي.

ایران کې د کبرا رضايي په نامه یوه افغانه کډواله د روانې جون میاشتې په پیل کې نادرکه او څه موده وروسته یې مړی چې په بې رحمۍ وژل شوې وه، وموندل شو.

که څه هم پولیسو د هغې د قتل په تور د نیول شوي ایراني د هویت په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو ویل شوي چې هغې له تورن کس سره د واده انکار له امله وژل شوې ده.

راپورونه وايي، ایران کې له دې وړاندې نه یوازې افغانان په مرموز ډول وژل شوي، بلکې دغلته د افغان کډوالو د جبري اخراج، نیولو او د تورونو له امله د اعدام لړۍ هم چټکه شوې ده.

له دې وړاندې د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو په ایران کې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د دغه هېواد د حکومت له لوري د اعدام سزاوو د بندلو په اړه غبرګونونه ښودلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...