تاند「شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۲۴مه」د هند په احمد آباد کې، د «ایر انډيا» الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې د تلفاتو شمېر، ۲۷۰ تنو ته پورته شو.
د ژغورنې ډلو، د پېښې له سیمې نور جسدونه هم موندلې دي.
په یاده پېښه کې د الوتکې له ۲۴۲ کسانو یوازې څلوېښت کلن ویشواش کمار رامېش ژغورل شوی چې اوس یې روغتیا د ډاډ وړ ښودل شوې.
ویشواش رسنو ته ویلي: “چې سترګې مې پرانیستې، پوه شوم چې ژوندی یم. د الوتکې هغه خوا چې زه پکې وم، پر ځمکه ولوېده.هلته ځای و، نو چې دروازه ماته شوه، له هغې مې ځان راوویست.”
رامېش زیاته کړه:
“ما ولیدل چې خلک زما مخې ته مړه کېدل ، عمله او دوه کسان زما خوا ته. مړي شاوخوا پراته وو. ما خپل ځان خلاص کړ، له درز مې ځان راوویست، لا هم باور نه لرم چې ژوندی پاتې شوم.”
نوموړی وایي: “الوتکه د الوتنې وروسته ډېر ژر وروسته یو دم سسته شوه، شنه او سپین څراغونه راښکاره شول، الوتکه سمې لوړتیا ته ونه رسېده او بیا ولوېده.”
د راپورونو له مخې، رامېش سره د نوموړي ورور اجایکمار رامېش هم په دې سفر کې ملګری و، چې د مسافر وړونکې الوتکې له ټولو مسافرو سره هغه مړ شوی دی.
د هند لومړی وزیر نریندار مودي له دې غورځېدلې الوتکې یوازیني ژغورل شوي رامېش پوښتنې ته ورغلی او خواخوږي یې ښودلې ده.
مودي د نورو قربانيانو له کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ دوی ته ډاډ ورکړی، چې د الوتکې د لوېدو څېړنې به ژر بشپړې شي.
د معلوماتو له مخې د الوتکې بلک باکس چې د الوتنې تخنیکي معلومات او د پيلوټانو خبرې ثبتوي، موندنې روانې دي څو د پېښې علت په دقیق ډول معلوم شي.