تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۴ مه) حُمیرا قادري د فنلنډ د مهاجرینو د شورا لهخوا د کال غوره مهاجره وبلل شوه. دا درناوی هغې ته د مهاجرو د ملاتړ او د ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي د لوړولو په برخه کې د اوږدمهاله فعالیت له امله ورکړل شوی دی.
اغلې قادري په ۲۰۰۳ کال کې، کله چې ۱۵ کلنه وه، فنلنډ ته لاړه. د هغې پلار مخکې په فنلنډ کې پناه اخیستې وه او د کورنۍ نورو غړیو یې، کورنۍ د یوځای کېدو له لارې فنلنډ ته لاړه. هغې د تامپېر ښار په پیرکالا سیمه کې لوړې زدهکړې وکړې او د عملي نرسې په توګه یې اسناد ترلاسه کړل.
قادري د فنلنډ د مهاجرینو شورا ته وویل چې نېکمرغه ده چې په افغانستان کې د ښځو له محدودیتونو نه خلاصه ده. هغې وویل چې د فنلنډ له ژوند سره یې د افغانستان تجربې ډېر توپیر لري.
اغلې قادري همداراز وویل:
«زما پلار په فنلنډ کې د ښوونځیو د فراغت د دودیزو لاریونونو پر مهال ولیدل چې زدهکوونکي په خوښي سره خواږه ویشي، او هیله یې لرله چې یوه ورځ به یې ماشومان هم د فراغت دا سپینه چپنه واغوندي. په پای کې موږ همدا کار وکړ، سره له دې چې موږ ته په ښوونځي کې ویل کېدل چې مهاجر نه شي کولی تر لیسې پورې زدهکړې وکړي.»
دا مهال قادري له خپل مېړه او دریو ماشومانو سره په تامپېر کې اوسي. هغې تېره لسیزه د نورو کډوالو د ملاتړ لپاره رضا کارانه کار کړی دی. د ځوانو نجونو لپاره د تناسلي روغتیا په اړه زدهکړه ورکول او د مهاجرینو تر منځ د رواني روغتیا پر موضوع خلاص بحث کول د هغې په کارونو کې شامل دي.
قادري وایي:
«زه له خپل داوطلبانه کاره او د نورو له مرستې ډېره انرژي اخلم. هېڅ شی له هغه احساسه غوره نه دي چې یو څوک تاته په سترګو کې ګوري، موسکا کوي او وايي مننه. مهمه نه ده چې خلک له کوم ځایه راغلي وي، دین یې څه وي یا پوست یې کوم رنګ وي – زه غواړم مرسته یې وکړم.»
د کال د مهاجرې په توګه، قادري غواړي چې د افغان ښځو پر وضعیت تمرکز وکړي. هغې په افغانستان کې د ښځو پر اوسني وضعیت کلکه نیوکه وکړه او ویې ویل چې د ښځو بنسټیز حقوق ډېر خراب شوي دي.
هغې وویل: «په افغانستان کې حیوانات تر ښځو زیات حقوق لري. ښځې نهشي کولای په عام محضر کې خبرې وکړي، باید پټې وي، او د نارینه له اجازې یا حضور پرته هېڅچیرې نه شي تللی. زه غواړم د دغو ښځو غږ واوسم او ډاډ حاصل کړم چې د نړۍ د نورو بحرانونو تر سیوري لاندې هېرې نه شي.»
د فنلنډ د مهاجرینو شورا هر کال یو مهاجر د کال مهاجر ټاکي، څو هغه کسان وستایي چې د ټولنې لپاره یې مهم خدمتونه کړي او په فنلنډ کې د مهاجرو د وضعیت د ښه والي لپاره یې هڅې کړې وي.