شنبه, جولای 12, 2025
Homeخبرونهکمالوندی: پر نطنز، فردو او اصفهان بریدونو زیان اړولی خو مرګ ژوبلې...

کمالوندی: پر نطنز، فردو او اصفهان بریدونو زیان اړولی خو مرګ ژوبلې نه وې

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۴ مه) د ایران د اتومي انرژۍ سازمان ویاند بهروز کمالوندی وایي چې د اسرائیل له خوا په نطنز، فردو او اصفهان کې د ایران پر اتومي تأسیساتو بریدونو ځیو لړ مالي زیانونه اړولي، خو مرګ‌ژوبله نه لري.

کمالوندی تېره شپه (د جمعې په شپه) د ایران له دولتي تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د نطنز په تأسیساتو کې هغه برخې چې زیانمنې شوي، عموماً برسېرنې وې، ځکه چې د دغه سایټ اصلي تأسیسات تر ځمکې لاندې دي.

نوموړي زیاته کړه:
«د فردو په برخه کې زیانونه محدودو سیمو ته وو، چې هېڅ ډول ښاري زیان یې نه‌وو اړولی، او په اصفهان کې هم حملې پر هغو ځایونو شوې وې چې د ګودامونو سره تړاو لري او هلته اور لګېذلی دی.»

نښتې شېبه په شېبه سختېږي

د اسراییل پوځ خبرداری ورکړی چې ایران کولی شي اسراییل ته جدي زیان ورسوي. دا لومړی ځل دی چې د اسرائییل له لوري دا ډول څرګندونه کېږي، چې د ایران د جدي غبرګون وړتیا تاییدوي.

د اسراییل  صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي چې پر ایران د دوی بریدونه ښایي تر څو ورځو دوام ومومي. د ایران او اسرائیل ترمنځ نښتې ساعت په ساعت شدیدېږي.

روښانه ده چې اسراییل له پخوا د دغه برید لپاره پلان جوړ کړی و او موخه‌یې دا ده چې بریدونه تر هغه دوام وکړي چې د ایران اتومي وسلو ته د لاسرسي وړتیا بشپړه له منځه لاړه شي.
خو تهران هم دا ښودلې چې لاهم د ځواب ویلو او متقابل برید کولو وړتیا لري. ایران تېره شپه پر تل ابیب سلګونه توغندي وویشتل چې ځینې یې په نیمه لاره کې شنډ شول خو ګڼ نور پر بیلابیلو سیمو ولګېدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

کوبیزم په انځورګرۍ کې| ژباړه: اسدالله بلهارجلالزی

کوبیزم مخکې له دې چې ادبیاتو ته دننه شي، په انځورګرۍ کې را څرګند شو. هغه مهال چې لا هم د شلمې پېړۍ په...