Homeخبرونهد ایران ګواښ؛ زموږ مقابل کې د اسرائیلو د هر ملاتړي اډې...

د ایران ګواښ؛ زموږ مقابل کې د اسرائیلو د هر ملاتړي اډې به هم په نښه کړو

تاند「شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۲۴مه」ایراني رسنیو د سپاه پاسداران د لوړپوړو چارواکو له قوله ویلي، چې پر اسراییل به د غچ اخیستنې بریدونه لا شدید کړي.

دغه ایراني چارواکي خبرداری ورکړی، چې د سیمې د هر هغه هېواد پوځي اډې به په نښه کړي، چې د ایران مقابل کې د اسراییلو دفاع وکړي.

‏د ایران د سپاه پاسداران په مشرۍ تېره شپه سلګونه توغندي پر اسراییلو وتوغول شول چې د معلوماتو له مخې د اسراییل له دفاعي سیستم تېر شوي او دغلته یې ګڼ اهداف په نښه کړي دي.

که څه هم اسراییل تر اوسه څه نه دي ویلي، خو ایراني چارواکي وايي د تېرې شپې بریدونو کې یې د اسراییل ‏د اټومي څېړنو مرکز په نښه کړی دی.

ایران د تېرې شپې سلګونه توغندي پر دغه هېواد د اسراییل د برید غبرګون کې توغولي چې تر ۲۰ لوړپوړو نظامي چارواکي او ساینسپوهان یې ووژل او اټومي تاسیسات يې په نښه کړل.

بل خوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا ویلي، چې د اسراییل اقدمات به سیمه اټومي جګړې ته یوسي.

روسي استازي داسې مهال د امنیت شورا بېړنۍ ناسته کې پر ایران د اسراییل برید د ملګرو ملتونو د منشور سرغړونه بللې، چې پوتین له پزشکیان سره خبرو کې د اسراییل برید غندلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...