تاند「شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۲۴مه」د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي، پر ایران د اسرائیلو بریدونو ته په اشارې ویلي، اسرائیلو داسې کړنه ترسره کړه، چې د اټومي پروګرام پر سر خبرې نورې بې معنا دي.
ایراني رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي له قوله راپور ورکړی، چې نه شي کولی جګړې او خبرو دواړو ته دوام ورکړي.
ټاکل شوې د ایران او امریکا ترمنځ شپږم پړاو خبرې سبا یکشنبه د عمان پلازمېنه مسقط کې ترسره شي.
د دې خبرو تر پیل وړاندې اسرائیلو د جمعې په ورځ سهار وختي د ایران پر بېلابېلو سیمو بریدونه وکړل، چې وروسته ایران په ځوابي برید لاس پورې کړ.
پر ایران د اسرائیلو تر بریدونو وروسته ملګرو ملتونو کې د ایران استازي ویلي، د اسرائیلو بریدونو کې د لوړ پوړو چارواکو په ګډون ۷۸ تنه وژل شوي او ۳۲۰ نور ټپیان شوي.
بل لورته د اسرئیلو یورشلم پوسټ ورځپاڼې هم راپور ورکړی، چې په تل ابیب د ایران په ځوابي برید کې لسګونه اسرائیلیاتو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د روسیې غندنه
په ورته مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
ایراني رسنیو ویلي؛ پوتین پر ایران د اسراییلو بریدونه غندلي او دا یې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.
دروسیې ولسمشر ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د دواړو خواو ترمنځ منځګړتوب وکړي.
ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ایران او اسراییلو ترمنځ پر پوځي بریدونو اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو خواوو څخه یې غوښتي چې سملاسي جګړه ودروي.
ګوترېش نن سهار پر خپله اېکس پاڼه لیکلي «د ایران او اسراییلو متقابل بریدونه باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي».
دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د ایران او اسراییلو ترمنځ تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی، او دواړو خواوو پر یوه بل پوځي بریدونو ته زور ورکړی دی.