شنبه, جولای 12, 2025
Homeخبرونهپر اسراییل د ایران ځوابي توغندويي بریدونه روان دي

پر اسراییل د ایران ځوابي توغندويي بریدونه روان دي

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۲۳ مه) د ایران دولتي تلویزیون خبر ورکړ چې د اسراییل پر ضد د ایران د درېیم پړاو توغندويي بریدونو لړۍ پیل شوې ده.

ایران دغه بریدونه د «وعده صادق ۳» په نوم او د «علي ابن‌ابي‌طالب» په شیفر د جمعې شپې په ماښام پیل کړل.

د اسراییلي پوځ په وینا، ایران په دوو پړاوونو کې سل بالستیک توغندي توغولي دي. خو وروستي راپورونه ښيي چې ایران تر ۲۰۰ ډېر اوغندي ویشتي دي.

اسراییلي پوځ زیاته کړې چې د دغه هیواد د مرکزي سیمو هوايي دفاعي سیستمونه فعال شوي چې د ایران د دوهم پړاو توغول شوي توغندي تعقیب او شنډ کړي.

د خطر زنګ (سایرن) نه یوازې د اسرائیل په لسګونو مرکزي سیمو کې، بلکې په بیت‌المقدس (اورشلیم) کې هم اوریدل شوی دی.

د سپاه پاسداران ویاند ویلي، لسګونه هدفونه چې پکې د اسراییل نظامي مرکزونه او هوایي اډې شاملې دي، په نښه شوي دي.

د ایران څو توغندیو د اسراییل مرکزي سیمې ویشتلي او لږ تر لږه اووه تنه یې ټپیان کړي دي.

د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران د دوهم پړاو توغندويي برید د ایران په وخت د شپې لس بجې د اسرائیل پر لور پیل شوی دی.

د اسرائیل د بیړني ژغورنې ادارې ویاند”ماگن داوید”  ویلي، په لومړي پړاو بریدونو کې اووه تنه ټپیان شوي دي. د دې ادارې عمومي رییس ویلي، ټپیان د رامات ګان ښار (چې د تل‌ابیب څنګ ته موقعیت لري) اوسېدونکي دي.

د اسراییلي شبکې “کان” په وینا، د ایران توغندويي بریدونو نه یوازې نظامي هدفونه، بلکې ښايي د اسراییلو مرکزي استوګنې سیمې هم ویشتي دي.

په ورته وخت کې، د ایران رسنیو خبر ورکړی چې د “وعده صادق ۳” عملیات پيل شوي دي.

“کان” شبکې همداراز ځینې تصویرونه خپاره کړي چې ښيي د اسرائیل په مرکزي برخو کې یو شمېر ودانیو ته زیان رسیدلی دی.

دې شبکې دا هم ویلي چې اسرائیل په لومړیو بریدونو کې د ایران سیاسي مشران نه دي په نښه کړي، خو که ایران ملکي سیمو ته زیان ورسوي، د اسرائیلو چلند ممکن بدل شي.

یوه جګپوړي ایراني چارواکي چې نوم یې نه دی څرګند شوی، رویټرز خبري آژانس ته ویلي:
«د اسراییلو له خاورې هېڅ سیمه خوندي نه ده او زموږ غچ به ډېر دردناک وي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

فکر دې ورغوه کتاب چاپ شو؛| حضرت عثمان نوري

زموږ ذهنونه کله کله ستړي، کله نا کله ګډوډ او ډېری بدمرغه وخت خو لا ناسمې لارې هم وي؛ په دې کې بیا ډېر...