سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeخبرونهوال ستریټ ژورنال د یوه اسراییلي چارواکي له قوله: موږ پر ایران...

وال ستریټ ژورنال د یوه اسراییلي چارواکي له قوله: موږ پر ایران د ۱۴ ورځنیو عملیاتو پلان جوړ کړی 

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۲۳ مه) وال ستریټ ژورنال لیکلي، یوه اسراییلي چارواکي دې ورځپاڼې ته ویلي چې د ایران پر اتومي او پوځي مرکزونو د اسراییل بریدونه د ۱۴ ورځو لپاره پلان شوي دي.

دغه اسراییلي مقام همداراز ویلي:

«ډېره موده مخکې له دې چې عملیات پیل شي، انفجاري ډرونونه او نور هدایتېدونکې وسلې د ایران خاورې ته قاچاق شوې وې.»

د هغه په وینا، بنیامین نتانیاهو او یسراییل کاتس (د اسراییل د دفاع وزیر) تېره دوشنبه (۱۹ د غبرګولي/جون ۱۰مه) پرېکړه وکړه چې دا بریدونه باید د جمعې په سهار پیل شي.

پر ایران د اسراییل دا بریدونه د تهران په وخت تېره شپه ۹ بجې پیل شول او د سهار ۳ بجې شدید شول. نن د ورځې په لړ کې یې هم دوام کړی دی.

د تبریز د هوايي ډګر شاوخوا سیمې او همداراز همدان بمباري شوي دي.

1 COMMENT

  1. له تاند نه د زړه له کومي مننه کوو خو اسټریټ نه سټریټ دی. پاړسیوانان ورته استریت وایي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

کوبیزم په انځورګرۍ کې| ژباړه: اسدالله بلهارجلالزی

کوبیزم مخکې له دې چې ادبیاتو ته دننه شي، په انځورګرۍ کې را څرګند شو. هغه مهال چې لا هم د شلمې پېړۍ په...