دا برخه تازه کېږی.
- اسراییل وايي چې د ایران د اټومي پروګرام پر مرکزي تاسیساتو یې برید کړی دی.
- د تهران د ختیځ اوسېدونکي وايي چې د شدیدو چاودنو غږونه یې اورېدلي دي.
- د تهران په لوېدیځ او شمال کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي، آن تر دې چې د تجریش میدان شاوخوا خلک وايي له خوبه ویښ شوي دي.
- په دغو بریدونو کې د سپاه پاسداران عمومي قوماندان، حسین سلامي، وژل شوی دی.
- د ایران دولتي خبري آژانس وایي چې د اټومي انرژۍ سازمان پخوانی مشر فریدون عباسي، او د آزاد پوهنتون رئیس، مهدی طهرانچي هم وژل شوي دي.
- د اسراییل پوځ وايي، جنګي الوتکو یې د ایران لسګونه رادارونه او د هوايي دفاع سیستمونه ویجاړ کړي دي.
- د ایران د اتومي انرژۍ سازمان وايي، د اسراییل په بریدونو کې د نطنز د یورانیمو د غني کولو کمپلیکس یو شمېئر برخو ته یو لړ زیانونه اوښتي دي چې له څېړنو وروسته به یې د اندازې او پراخوالي په اړه معلومات اعلان کړي.
- د ایران رهبر علي خامنه يي د وژل شویو قوماندانانو ځایناستي وټاکل.
- د خامنه يي د حکم پر اساس سترجنرال موسوي د ایران د نوي لوی درستیز په توګه وټاکل شو.
- لومړني د ډزو او چاودنو ته ورته غږونه شاوخوا د شپې ۹:۳۰ بجې د سیمهییز وخت سره سم اورېدل شوي دي.
دا غږونه د شپې په شاوخوا لسو بجو ودرېدل، خو د جمعې د سهار لومړیو ساعتونو کې (۳ بجې) بیا شدید شول. ویل کېږي چې په ختیځ تهران کې، په ځانګړې توګه د پیروزي سړک په شاوخوا کې، چیرې چې د هوايي ځواک څو اډې، د وسلو زېرمې او نظامي فرقې موقعیت لري، د ډزو او چاودنو غږونه “بېوقفې وو.
تازه:
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر د جمعې په ورځ، وروسته له هغې چې اسراییل د ایران پر خاوره برید وکړ، له ایران څخه وغوښتل چې د خپل اتومي پروګرام په اړه توافق ته ورسیږي. نوموړي همداراز ګواښ وکړ:
«راتلونکي بریدونه به، چې له همدا اوس پلان شوي، تر دې هم ډېر بېرحمانه وي.»
د اسراییل د ولسمشر ویاند اعلان کړی چې د نړیوال اټومي انرژۍ د ادارې مشر، رافایل ګروسي، د جمعې په ورځ ولسمشر اسحاق هرتزوګ ته خبر ورکړی چې د ایران په نطنز کې د دې هېواد اتومي تأسیسات د اسراییلي بریدونو په پایله کې «سخت زیانمن» شوي دي.
یوه اسراییلی نپوځي چارواکي اعلان کړی چې ټول پیلوټان چې پر ایران په برید کې یې ګډون کړی وو، سالم بېرته خپلو اډو ته ستانه شوي، او د اسراییل وسلهوال ځواکونه دا مهال د عملیاتو پایلې ارزوي.
پر ایران د اسراییل په حملو کې د دغه هیواد ۲۰۰ الوتکو برخه لرله او ۱۰۰ هدفونه یې ویشتي دي.
فارس خبري آژانس راپور ورکړی چې د اسراییل په بریدونو کې د ایران په تهران ولایت کې لږترلږه ۷۸ کسان وژل شوي او ۳۲۹ نور ټپیان شوي دي.
فارس زیاتوي چې دا شمېرې غیررسمي دي.
د ایران اسلامي جمهوریت رسمي سرچینو تر اوسه پورې د اسراییلي بریدونو د تلفاتو مکمل شمېر نه دی خپره کړی، خو ځینو سیمهییزو چارواکو د خپلو مربوطه سیمو جلا-جلا معلومات وړاندې کړي دي.
————-
د بنګوریون نړیوال هوایي ډګر، چې د اسراییلو اصلي هوایي ډګر دی، د جمعې له سهار راهیسې خپل ټول فعالیتونه درولي دي.
د دغه هوايي ډګر د بندېدو له کبله زرګونه اسراییلیان چې بهر ته تلل، الوتنې یې کینسل شوي دي. همداراز د زرګونو اسراییلیانو، چې له بهره خپل هیواد ته تلل، سفرونه ځنډېدلي دي.
————–
ایران په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د اسراییلو بریدونه “غیرقانوني او بزدلانه اقدامات” بللي، او ټینګار یې کړی چې تهران به دې اقداماتو ته “قاطع او مناسب ځواب” ورکړي.
هممهاله، رویټرز د ځینو ډیپلوماټانو له قوله راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د جمعې په ورځ د تهران د غوښتنې په اساس د اسراییلو د بریدونو د ارزولو لپاره غونډه وکړي.
————–
یوه مسؤول مقام د لبنان حزبالله له خوا رویټرز ته ویلي، چې دغه وسلهواله ډله به د اسراییلو پر ضد د ایران د بریدونو په غبرګون کې د حملې تصمیم ونه نیسي.