Homeخبرونهد طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان پر ایران د اسراییل بریدونه وغندل

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان پر ایران د اسراییل بریدونه وغندل

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۲۳ مه) د طالبانو حکومت د اسراییل له لوري د ایران پر خاوره وروستي بریدونه او د دې هېواد د قوماندانانو او اتومي ساینسپوهانو ترور په کلکه محکوموي، او دا د نړیوالو حقونو د بنسټیزو اصولو ښکاره سرغړونه بولي.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي:
“اسلامي امارت د صهیونیستي رژیم وروستي بریدونه چې د ایران اسلامي جمهوریت پر خاوره ترسره شول او د دې هېواد مهم نظامي او علمي شخصیتونه پکې هدف وګرځېدل، په کلکه غندي. دا ډول بریدونه نه یوازې د نړیوالو اصولو خلاف دي، بلکې د سیمې امنیت ته هم جدي ګواښ پېښوي.”

په اعلامیه کې دا هم راغلي دي چې د دې ډول «پاروونکو» اقداماتو دوام، د سیمې وضعیت نور هم نازک او اندېښمن کړی دی.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي: «اسلامي امارت له ټولو ښکېلو اړخونو غواړي چې د خپل مأموریت پر اساس، د سیمې د سولې او ثبات د خوندي کولو لپاره مسوولانه اقدام وکړي او د لا ډېرې بې‌ثباتۍ او ناامنۍ د پراخېدو مخه ونیسي.»

سعودي عربستان، متحده عربي امارات او قېر هم پر ایران د اسراییل بریدونه غندلي داو هغه د ایران د مځکنۍ بشپړتیا سرغړونکي بللي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...