Homeخبرونهایران وایي، د اسراییل د برید ځواب مو مشروع حق دی

ایران وایي، د اسراییل د برید ځواب مو مشروع حق دی

تاند「جمعه د غبرګولي ـ جوزا ۲۳مه」‏د ایران بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو هوایي بریدونه د ایران پر ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تېری بللی او دا یې د ملګرو ملتونو د منشور د دویمې مادې د څلورم بند او نړیوالو اصولو ښکاره نقض بللی دی.

یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي،چې د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې، د دغه «تېري» ځواب ورکول د ایران قانوني او مشروع حق دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د ایران وسله‌ وال ځواکونه به د هېواد د دفاع لپاره، په هر ډول چې مناسب وبولي، له هیڅ اقدامه ډډه ونه‌ کړي.

دغه راز، د ایران بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې ، دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مسوولیت دی چې د نړیوالې سولې او امنیت د نقض پر وړاندې ژر او جدي اقدام وکړي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې د امریکا حکومت، چې د اسراییل اصلي ملاتړی دی، باید د «صهیونیستي رژیم» د دغو کړنو د خطرناکو پایلو مسوولیت پر غاړه واخلي.

بل لورته قطري رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد دولت پر ایران د اسرائيلو بریدونه غندلي او دا یې د ایران د ځکمنۍ بشپړتیا، حاکمیت او له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

راپورونو زیاته کړې چې قطر دغه کړکېچ د سیمې د سولې او ټيکاو لپاره ګواښ بللی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې قانوني او اخلاقي مسوولیت ادا او د اسرائيلو د سرغړونې مخه ونیسي.

د قطر دولت له ښکېلو خواو د زغم او د کړکېچ د پراخېدو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...