تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۲۳مه) د ایراني د رسنیو د راپورونو له مخې، د اسرائیل د تېرې شپې په بریدونو کې د ایران یو شمېر مهم پوځي چارواکي او اټومي ساینسپوهان وژل شوي دي.
د دغو راپورونو پر بنسټ، د ایران په وژل شویو اتومي ساینسپوهانو کې عبدالحمید مینوچهر، احمدرضا ذوالفقاري، سید امیرحسین فقهی، مطلبیزاده، محمدمهدی طهرانچي او فریدون عباسي شامل دي چط د ایران د اټومي پروګرام مهم ساینسپوهان وو.
د ایران دولتي تلویزیون هم راپور ورکړی چې د برید له امله شاوخوا ۵۰ کسان ټپیان شوي دي چې لږ تر لږه ۳۵ تنه یې ښځې او ماشومان دي، او دوی د تهران چمران روغتون ته انتقال شوي دي.
د اسرائیل برید او د ایران جګپوړي نظامي چارواکي
په دې برید کې، د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز سترجنرال محمد باقري، د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي، او د خاتمالانبیا قرارګاه قوماندان غلامعلي رشید هم وژل شوي دي.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د یوې اعلامیې له لارې برید تایید کړی او ویلي یې دي:
“څو شېبې وړاندې، اسرائیل د «زمري راپاڅېدا» عملیات پیل کړل؛ یوه نظامي حمله چې هدف یې د ایران له لورې د اسرائیل د نابودۍ د ګواښ مخنیوی دی. دغه عملیات به هر څومره چې اړتیا وي، دوام وکړي تر څو دا ګواښ کنټرول شي.”
د ایران دولتي خبري آژانس هم تایید کړې چې د انرژۍ د اټومي ادارې پخوانی مشر فریدون عباسي، او د آزاد پوهنتون رییس مهدی طهرانچي، وژل شوي دي.
د امریکا او اسرائیل ترمنځ اختلاف
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او نتانیاهو ترمنځ د دې برید په اړه مخالفت موجود و.
ټرمپ له نتانیاهو غوښتي وو چې برید وځنډوي تر څو له ایران سره د امریکا د اټومي خبرو اترو لپاره فرصت پاتې شي.
خو اسرائیل دا وخت مناسب وباله، په تېره بیا وروسته له هغې چې حزبالله په لبنان کې کمزوری شو.
د امریکا اوسنی دریځ له دې برید سره موافق نه ښکاري، لکه څنګه چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له بیان څخه هم ښکاري. دوی هڅه کوي له دې جګړې ځان لېرې وساتي.
د اسرائیل د پوځ ادعا
د اسرائیل پوځ په یوه ویډیويي بیان کې ادعا کړې چې ایران له حزبالله، حماس او نورو نیابتي ځواکونو سره په همکارۍ د اسرائیل پر ضد پراخ بریدونه پلان کړي وو، چې د اردن او مصر له پولو د برید هڅې هم پکې شاملې وې.
د ایران د رهبر غبرګون
د ایران مشر آيتالله علي خامنهيي، په یو بیان کې د جمعې سهار بریدونه وغندل او ژمنه یې وکړه چې د برید کوونکي دې د “تیاره او دردناک برخلیک” انتظار کوي.
د خامنهیي د بیان متن:
“ایراني ولسه! صهیونيستي رژیم نن سهار د خپلو ناپاکو او په وینو لړلو لاسونو زموږ په ګران هېواد برید وکړ او خپل شوم ذات یې د ملکي سیمو په ویشتلو سره لا نور هم څرګند کړ. دغه رژیم باید د سختې سزا په تمه وي. د اسلامي جمهوري نظام زړور وسلهوال ځواکونه به، انشاءالله، د دې جنایت غچ واخلي.
د دښمنانو د بریدونو له امله یو شمېر قوماندانان او ساینسپوهان شهیدان شول، خو د هغوی ځای به سمدستي نور کدرونه ډک کړي. د دې جنایت له کبله دې صهیوني رژیم دردناک برخلیک ته تیار شي، او هغوی به حتماً دا سزا ترلاسه کړي.”
خامنه يي په خپل بیان کې د لوړپوړو نظامي مشرانو او ساینسپوهانو د وژنې یادونه کړې، خو ویلي یې دي چې د دوی ځای ناستي به ژر چمتو شي.
د امریکا غبرګون:
متحده ایالاتو ویلي چې په دغو بریدونو کې یې ګډون نهدی کړی او پر ایران یې غږ کړی چې په سیمه کې پر امریکایي ځواکونو او منافعو له هر ډول برید څخه ډډه وکړي.
درس او پند واخلی. اوس فکر وکړی چی افغانان بالخصوص دغه جاهله ملایان څومره ضعیفه اشخاص دی، خو دوی اوس هم د خنځیرانو په خوب ویده دی. دوی د پاکستان د یوی طیاری د دفاع وسایل نلری، عصری علومو ته مباح وایی. ګوری د اسرایلو علم او پیشرفت چی اتومی ساینس پوهان او ادستادان په خپلو کورونو کی تر بړسنتی لاندی په خوب کی په نښه کوی. اسرایل که وغواړی ایرانی مشر هم وژلی شی. دومره قوی استخبارات، دومره پیشرفته وسایل او پوهه. راشی زمونږه جاهلان وګوری چی د اسلام تر چتر لاندی یی خلک حصار کړی هغوی یی ګروګان نیولی. ګوری به یی د شیخ هبت الله سرنوشت چی څنګه کیږی. لږ صبر وکړی