شنبه, جولای 12, 2025
Homeخبرونهسعودي عربستان پر ایران د اسرائیلو برید ښکاره یرغل بللی

سعودي عربستان پر ایران د اسرائیلو برید ښکاره یرغل بللی

تاند「جمعه د غبرګولي ـ جوزا ۲۳مه」‏سعودي عربستان پر ایران د اسرائیلو بریدونه، چې پکې اټومي تاسیسات، د بالستیک توغندیو فابریکې او پوځي قوماندانان یې په نښه کړي غندلي دي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دا بریدونه د ایران پر وړاندې د اسرائیلو ښکاره یرغل بللی دی.

سعودي ویلي، چې د اسراییلو بریدونه د ایران حاکمیت او امنیت ته زیان رسوي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دا کار د نړیوالو قوانینو او معیارونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

په ورته وخت کې د اسرائیلو د پوځ ویاند وايي، چې ایران هم د اسرائیلو په لور له ۱۰۰ څخه زیاتې بې پیلوټه الوتکې توغولي دي.

د هغه په ​​وینا، د اسرائیلو هوايي ځواک د بې پیلوټه الوتکو څارنه کوي او دوی د نورو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي، چې کېدای شي توغندي هم پکې شامل وي.

د اسرائیلو پر وړاندې د ایران د غچ اخیستونکي برید په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

ایران هم تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر برید وروسته د ایران سپاه پاسداران ویلي، چې مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌ یي، حبیب الله سیاري د دغه هېواد د سرپرست لوی درستیز په توګه او احمد واحدي د سپاه پاسداران د مشر په توګه ټاکلي دي.

سپاه پاسداران په یوه بیان کې ویلي چې دوی یې نن د اسرائیلو له لوري د حسین سلامي او محمد باقري له وژلو وروسته په دې دندو ګومارلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

کوبیزم په انځورګرۍ کې| ژباړه: اسدالله بلهارجلالزی

کوبیزم مخکې له دې چې ادبیاتو ته دننه شي، په انځورګرۍ کې را څرګند شو. هغه مهال چې لا هم د شلمې پېړۍ په...