Homeخبرونهپر ایران د اسرائیلو برید کې؛ د ایران نظامي او اټومي تاسیسات...

پر ایران د اسرائیلو برید کې؛ د ایران نظامي او اټومي تاسیسات په نښه شوي

تاند「جمعه د غبرګولي ـ جوزا ۲۳مه」 اسرائیلو د ایران د پلازمېنې پر بېلابېلو سیمو د پراخو هوایي بریدونو په ترڅ کې د سپاه پاسداران یو شمېر لوړپوړي قوماندانان او دغه راز د دې هېواد ځینې نظامي او اټومي تأسیسات په نښه کړي.

ایراني رسنیو د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان سردار حسین سلامي، د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري او د ایران یو شمېر اټومي ساینسپوهانو د وژل کېدو منښته کړې ده.

د دې بریدونو په غبرګون کې د ایران مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌اي په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی، چې اسرائیل به د دې برید سخت ځواب وویني.

بل لور ته د اسرائیلو حکومت اعلان کړی، چې د دې عملیاتو موخه د ایران اټومي بنسټونو او تأسیساتو له منځه وړل وو او زیاته کړې ده، چې دغه بریدونه د امریکا په همغږۍ ترسره شوي دي.

په ورته مهال ځینو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې په راتلونکو ورځو کې هم د دغو بریدونو د دوام امکان شته.

دا برید داسې مهال ترسره کېږي، چې تازه د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو شپږم پړاو پیلېدونکی دی.

تر دې وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ پینځه پړاوه خبرې شوي، خو د کارپوهانو په باور د امریکا او ایران ترمنځ په یادو پړاوونو کې کوم مثبت بدلون نه لیدل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...