شنبه, جولای 12, 2025
Homeخبرونهعبدالله عبدالله پر ایران د اسرائیلو بریدونه وغندل

عبدالله عبدالله پر ایران د اسرائیلو بریدونه وغندل

تاند「جمعه د غبرګولي ـ جوزا ۲۳مه」‏د پخواني جمهوري حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله، د اسرائیلو له لوري پر ایران ترسره شوي هوایي بریدونه نامشروع بللي او هغه یې په سختو ټکو غندلي دي.

عبدالله په یوه اعلامیه کې د ایران له ولس سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

نوموړې د ایران د یو شمېر چارواکو او وګړو د وژل کېدو له امله ایراني ولس ته تسلیت ویلی دی.

هغه له نړیوالو بنسټونو، د اسلامي همکاریو له سازمان او د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د دغو «ښکاره تېریو» پر وړاندې پرېکنده دریځ ونیسي او د دغه رژیم د جنایتکارانه کړنو د بندولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

تر دې وړاندې سعودي عربستان پر ایران د اسرائیلو بریدونه، چې پکې اټومي تاسیسات، د بالستیک توغندیو فابریکې او پوځي قوماندانان یې په نښه کړي غندلي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دا بریدونه د ایران پر وړاندې د اسرائیلو ښکاره یرغل بللی دی.

سعودي ویلي، چې د اسراییلو بریدونه د ایران حاکمیت او امنیت ته زیان رسوي.

د سعودي په اعلامیه کې ویل شوي چې دا کار د نړیوالو قوانینو او معیارونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

دا غبرګونونه داسې مهال ښودل کېږي، چې بل لورته د اسرائیلو د پوځ ویاند وايي، چې ایران هم د اسرائیلو په لور له ۱۰۰ څخه زیاتې بې پیلوټه الوتکې توغولي دي.

د هغه په ​​وینا، د اسرائیلو هوايي ځواک د بې پیلوټه الوتکو څارنه کوي او دوی د نورو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي، چې کېدای شي توغندي هم پکې شامل وي.

د اسرائیلو پر وړاندې د ایران د غچ اخیستونکي برید په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

ایران هم تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

2 COMMENTS

  1. ډاکټر عبدالله عبدالله ته.زه یوازې یو ځواب لرم چې،. آزمـوده را آزمـودن خطاست

  2. د ښاغلي خو هيڅ عکس اعمل په هغو افغاوانو و نه ښود چي د اخوندانو درژيم له خوا په ډار کيږي لکه افغانستان خو چي دد هيڅ خپل وتن نه وي. داسرايلو حق ده چي د ايران انومي بټي له منځه يوسي د اخونداانو رژيم بايد هيڅ د اتومي اسلحي خا ند پد منتقه نښي لکه پاکي. په د هيله چي يو وحت راشي او له پاکي نه هم اتومي اسلحي واخستل شي او او اتومي فابريکي ئي ور وراني کړي.
    ايران د اتو مي بمبو خاوند ګيدل د د منتقي بي سباته کول او ګاونډي هيوادونه د ځان ديکتي او امر ته مجبوره ول د بلخو صوص افغانستان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

فکر دې ورغوه کتاب چاپ شو؛| حضرت عثمان نوري

زموږ ذهنونه کله کله ستړي، کله نا کله ګډوډ او ډېری بدمرغه وخت خو لا ناسمې لارې هم وي؛ په دې کې بیا ډېر...