سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeخبرونهپه فرانسه کې د افغان کډوالو شمېر تر یولکو واوښت

په فرانسه کې د افغان کډوالو شمېر تر یولکو واوښت

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۲۳ مه) د فرانسې د کډوالو د چارو یو چارواکی وايي چې په دغه هیواد کې د مېشتو افغانانو شمېر اوس تر سل زرو اوړي.

د فرانسې د کډوالو او ادغام دفتر (OFII) عمومي رییس، دیدیه لِسشي، تایید کړې چې له ۱۰۰،۰۰۰ ډېر افغان وګړي دا مهال په فرانسه کې مېشت دي چې دا په فرانسه کې د دېره کډوالو یوه لویه برخه ده.

لِسشي پرون (پنجشنبې – د جون په ۱۲مه) له InfoMigrants سره په مرکه کې وویل، چې افغانان د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې تل د هغو لسو ملیتونو په ډله کې شامل وو چې په فرانسه کې یې د اوږدمهاله اقامت اسناد لرل. په ۲۰۲۱ کال کې، د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په فرانسه کې د افغانانو شمېر نور هم زیات شوی دی.

د نوموړي په وینا، افغان کډوال په فرانسه کې د پناه له یوه نسبتاً محافظتي سیستم څخه ګټه‌ اخلي. هغه تشریح کړه چې که څه هم ډېر افغان پناه‌ غوښتونکي کم‌ تعلیم‌یافته ځوانان دي، خو د افغان ښځو یوه مهمه برخه چې فرانسې ته راځي، لوړې زده کړې لري — چې دا د دې ټولنې د وګړو یو متنوع ډیموګرافیک ترکیب ښيي.

هغه دا هم زیاته کړه چې په ۲۰۱۴ کال کې یوازې ۴۷۲ افغانانو د پناه غوښتنلیکونه سپارلي وو، خو دا شمېر په ۲۰۲۳ کې تر ۱۷،۵۰۰ واوښت، چې دا د افغانستان د سیاسي او بشري کړکېچ له امله د مهاجرت په کچه کې د پام‌وړ زیاتوالی ښيي.

د پناه غوښتنو دا زیاتوالی نېغ په نېغه د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې سره تړاو لري، چې طالبانو یو ځل بیا واک ترلاسه کړ.

د لِسشي په وینا، که څه هم فرانسه د پناه‌ ورکولو او ادغام لپاره یو منظم چوکاټ لري، خو د افغان کډوالو د شمېر ناڅاپي زیاتوالی د لوژستیکي او ټولنیز ادغام د ستونزو سبب کېږي، په تېره د هغو کسانو لپاره چې ټیټ مهارتونه لري. بل‌ لور ته، افغانې ښځې — چې ډېری یې له علمي او مسلکي شالید سره راځي — ښايي د تطابق پر مهال له لږو خنډونو سره مخامخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

کوبیزم په انځورګرۍ کې| ژباړه: اسدالله بلهارجلالزی

کوبیزم مخکې له دې چې ادبیاتو ته دننه شي، په انځورګرۍ کې را څرګند شو. هغه مهال چې لا هم د شلمې پېړۍ په...