جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهطالبانو د پاکستان د وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی

طالبانو د پاکستان د وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی

تاند【شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۰مه】د طالبانو حکومت ‏د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړي هرکلی کړی، چې افغانستان سره به خپل د ماموریت کچه د سفیر سطحې ته لوړوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، دیی په پام کې لري، چې ژر تر ژره کابل ته خپل سفیر ور وپېژني.

سرچینې ویلي، چې د طالبانو حکومت به هم په متقابل ډول اسلام اباد کې افغان سفارت د شارژدافیر کچه د سفیر سطحې ته لوړه کړي.

دواړو لوري په دې باور دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو کچې لوړول به د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېلابېلو برخو ستونزو حل کې همکاري وکړي.

د طالبانو حکومت داسې مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د وروستۍ پرېکړې هرکلی کوي، چې لاهم یاد هېواد هره ورځ په سلګونه افغان کورنۍ په بې رحمۍ له خپل وطنه شړي.

افغان کډوال وایي، د اړیکو د پراختیا سره سره پاکستان له دوی سره په چلند کې هېڅ بدلون نه دی راوستی.

تازه له یاد هېواده تر زرو زیاتې افغان کورنۍ را ایستل شوي او هېواد ته راستانه شول.

2 COMMENTS

  1. د مور میړه ته مو خوشحاله یاست ! بیا به مو د شا له خوا په خنجر وهي له کافرستانه له هغه ځایه سي تاسي حرامیان راغلي یاست . په څه شي خوشحالیږۍ سوډرانو ؟😡

  2. د چټلستان یا منافقستان خارجي سیاست د افغانستان په هکله د ماشومانو خوی او عادت ته ورته دي ، یوه ورځ خوشحاله وي ، بله ورځ بیا خفه .
    که مو ماشوم ته ګوړه او پتاسې ورښکاره کړې ، هغه ټول خفګان او مرورتوب یې هېر دی . خو که لږ دې ټنډه ورته تروشه کړه ، بیا مرور دی .
    بنا له منافقستان سره په نړیوالو او رسمي اړیکو کې ډېر احتیاط په کار ده . دوی د ملګرو ملتونو د منشور د اساساتو شپږ اساسي اصولو لکه یو بل ته احترام او درناوی ، د یو بل په کورنیو چارو کې نه مداخله ، د سوله اییزو لارو د ستونزو حل ، د نورو ملي حاکمیت او د مځکو تمامیت او بشپړتوب ته په درنه سترګه کتل خصوصا د افغانستان او هندوستان په هکله هېڅکله نه دی مراعات کړي .
    د ټآلبانو د حاکمیت په اوله ورځ د منافقستان د استخباراتو د رئیس او ملګري پلاوي جنرال حمید فیض عکس به مو په سرینا هوټل کې لیدلی وي ، چې بې ویزې او اجازي هلته حاضر او د ټالبانو د کابینې په جوړولو او ځای پرځای کولو بوخت او خپل اوامر یې صادرول .
    له هغه مخکې د جنرال اختر ، جنرال حمیدګل او کرنیل امام لیکنې ، اعترافات او کړنې د هیچا نه دې هېرې شوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب