جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهفراه کې ۱۳۳ پراختیایي پروژې پیل شوې

فراه کې ۱۳۳ پراختیایي پروژې پیل شوې

تاند【شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۰مه】د طالبانو د حکومت ‏د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت وايي،پر دغو ۱۳۳ بیلابیلو پراختیايي پروژو ۱۸۳ ملیونه افغانۍ لګښت راځي.

د یاد وزارت په خبره، دغه پروژې د فراه ولایت د کلیو او بیارغونې او پراختیا ریاست د ګلستان ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې پیل کړې دي.

سرچینه وايي، په دغو پروژو کې عمومي او کلیوالي سړکونه، استنادي دېوالونه، پلچکونه او یو کوچنی بند جوړېږي.

بل لورته ځایي خلک د پروژو له پیله خوښ او هیله من دي زرکونه کلیوال به یې په کار بوخت شي.

یاد وزارت هم وایي، چې د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شي.

د نظر خاوندان هم دا ډول پروژې په لنډ او اوږودمهال کې د افغانانو په ګټه بولي.

دوی وایي که د کیفیت له پلوه ښه کار وشي نو، په اوږودمهال کې به د ځایي خلکو ستونزې هوارې شي او ترڅنګ یې د لنډې مودې لپاره به په زیات شمیر خلک هم په کار بوخت وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب