د نړۍ مشهور فرانسوي ساینسپوه اتین-امیل باولیو، چې د اسقاط حمل د مشهورې ګولۍ RU-486 (چې عام نوم یې “abortuspil” دی) مخترع ګڼل کېږي، د ۹۸ کلنۍ په عمر د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې وفات شو.
ساینسي ژوند او ستره لاسته راوړنه
باولیو یو پېژندل شوی بیوکیمیاوي او اندوکرینولوژی متخصص و، چې د هورموني او میتابولیک ناروغیو په تشخیص او درملنه کې یې کلونه کار کړی و.
خو هغه تر ټولو زیات شهرت هغه مهال وموند، چې د RU-486 ګولۍ یې په ۱۹۸۲ کال کې نړۍ ته معرفي کړه.
دا ګولۍ د جراحي اسقاط پر ځای یو ارزانه، ساده او نسبتاً خوندي بدیل ګڼل کېږي.
د دې ګولۍ له لارې میلیونونه ښځو ته دا امکان برابر شو، چې د خپل بدن، ژوند او انتخابونو په اړه پرېکړه وکړي.
درمل په فرانسه کې په ۱۹۸۹ کال کې رسمي تصویب شو، خو دا پرېکړه د ضد-اسقاط غورځنګونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوه.
باولیو ته شخصي ګواښونه هم وشول، خو نوموړي د ښځو د حقونو لپاره پر خپل دریځ ودرید.
اسقاط حمل نړیوال اغېز
اوس مهال دا ګولۍ د نړۍ په له ۱۰۰ زیات هېوادونو کې شته، که څه هم په ډېرو هېوادونو کې یې پر پلور سخت قوانین نافذ دي.
د دې درملو پراخې کارونې د ښځو د روغتیا، استقلال او ټولنیز مقام په برخه کې ژور بدلونونه راوستي دي.
د باولیو پیغام: ښځې دې آزادې وي
د باولیو مېرمن ویلي، چې د ده ټول علمي ژوند د ښځو د آزادۍ او د خلکو د اوږد او ښه ژوند د هدف لپاره وقف شوی و.
نوموړې لیکلي: “ده تل هڅه وکړه چې ښځو ته د انتخاب حق ورکړي، او د ژوند د ښه والي لپاره یې علم کاراوه.”
د فرانسوي ولسمشر غبرګون
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون، باولیو د یوې سترې تاریخي څېرې په توګه یاد کړ، او ویې ویل: “ډېر کم فرانسویان شته،چې نړۍ یې دومره بدله کړې وي. باولیو یو د علمي مقاومت مبارز او څېړنیز نابغه و، چې ښځو ته یې د ازادۍ لاسرسی برابرکړ.”
مقاومت او ملي ویاړ
باولیو په ۱۹۲۶ کال کې د اتین بلوم په نوم زېږېدلی و.
د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال هغه د فرانسې د مقاومت غورځنګ سره یو ځای شو او خپل نوم یې اتین-امیل باولیو ته واړاوه.
د کورنۍ میراث
باولیو درې ماشومان، اته لمسیان او نهه کړوسیان پریښودل.