جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهټرمپ وایي، غزه کې به ژر د اوربند پرېکړه اعلان شي

ټرمپ وایي، غزه کې به ژر د اوربند پرېکړه اعلان شي

تاند【شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۰مه】‏د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، باوري دی چې په غزه کې د اوربند لپاره د اسراییل او حماس ترمنځ هوکړه نږدې شوې ده.

نوموړی زیاتوي، چې ښايي ډېر ژر دغه اوربند اعلان شي.

امریکايي چارواکي د حماس له‌خوا د هغه وړاندیز رسمي ځواب ته په تمه دي، چې د یوې سرچینې په وینا، په غزه کې ۶۰ ورځنی اوربند په‌ کې شامل دی.

د غزې د بشري وضعيت په تړاو د نړۍوالې ټولنې اندېښنې ډېرې شوې دي.

رویټرز خبري اژانس پرون جمعه ناوخته د ملګرو ملتونو په حواله په یو راپور کې وویل، چې غزه د نویو بشرپاله مرستو سره سره، له ناورین سره مل ده.

په ورته مهال پرون جمعه د غزې په ملاتړ د افغانستان په ولایتونو کې هم لاریونونه ترسره شول.

په یادو لاریونونو کې په ننګرهار، بغلان، غور، سمنګانو، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پنجشېر، خوست او نورو ولايتونو کې زرګونو کسانو د فلسطین پر وګړو د اسراییلو روان بریدنه وغندل او د ژر تر ژره درېدو غوښته یې وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب