جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهتاجکستان ۴۹ افغانان اخراج کړي

تاجکستان ۴۹ افغانان اخراج کړي

تاند【شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۰مه】‏د طالبانو د حکومت کډوالو چارو وزارت وایي، تاجکستان ۴۹ افغانان اخراج کړي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد افغانان دوه ورځې وړاندې د نامعلوم دلیل له امله د شیرخان بندر له لارې ستانه کړای شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په یادو کسانو کې ۳۶ تنو د تاجکستان اقامت کارټ او ۱۲ نورو پاسپورټ او ویزې درلودې.

د تاجکستان حکومت له دغه هېواده د افغانانو د اخراج په اړه څه نه دي ویلي.

په ګاونډیو او منځنۍ آسیا هېوادونو تاجکستان یوازینی هېواد دی، چې د طالبان حکومت ورسره د ښکاره تعاملاتو ادعا نه لري.

دا کډوال داسې مهال د نا معلوم دلیل له مخې اخراجېږي، چې هممهاله له پاکستان او ایران هم هره ورځ لسګونه کورنۍ په جبري او اختیاري ډول ایستل کېږي.

تازه پرون جمعه د ننګرهار تورخم له لارې ۱۲۵ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۶۸، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۲۶۹ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۶۴۵ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...