جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان افغانستان ته پر خپلو صادراتي اقلامو ۱۰٪ مالیه کمه کړه

پاکستان افغانستان ته پر خپلو صادراتي اقلامو ۱۰٪ مالیه کمه کړه

تاند (دوشنبه، د وږي / جوزا ۵مه) د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنعت ګډه خونه وايي، پاکستان له افغانستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره افغانستان ته پر خپلو ځینو صادراتي اقلامو ۱۰ سلنه تعرفه کمه کړې ده.

پاکستاني رسنیو نن (دوشنبې) د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ او صنعت د ګډې خونې د مسوولانو په قول وویل چې د پاکستان د فدرالي مالیې ادارې (FBR) نوي اصلاحات به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ او ترانزیټ ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د دې اصلاحاتو هدف د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د سرحدي سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو لرې کول بلل شوي دي.

د دې خونې په وینا، تر ټولو مهم بدلون دا دی چې د افغانستان پر ځینو صادراتي توکو ۱۰ سلنه مالیه لیرې شوې، چې تمه کېږي د افغانستان له صادراتو سره مرسته وکړي او پاکستان ته د صادراتو بهیر اسان کړي.

د پاکستان نېشن ورځپاڼې The Nation د خپل هیواد د مرکزي بانک شمیرو ته په اشارې لیکلي چې د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې پاکستان ته د افغانستان د صادراتو اندازه د تیر کال د ورته مودې په پرتله ۶۴.۴۸ سلنه زیاته شوې. ټول صادرات شاوخوا ۶۲۳ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، چې د تیر کال د ۳۷۹ میلیونه ډالرو په پرتله لوړوالی ښيي.

خو د همدې مودې په ترڅ کې له افغانستانه پاکستان ته صادرات یوازې شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالره وو. سره له دې چې افغانستان پاکستان ته خپل صادرات نسبتاً زیات کړي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لا هم غیر متوازنه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...