جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهسبا سه شنبه په ۱۳ ولایتونو کې د باران اټکل شوی

سبا سه شنبه په ۱۳ ولایتونو کې د باران اټکل شوی

تاند【دوشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۵مه】د افغانستان ‏د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې په ۱۳ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې سبا (سه شنبه، د غبرګولي ۶مه) په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، ننگرهار، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنگان، سرپل، بامیان، غور او وردګ ولایتونو کې د ورښت اټکل شته دی.

دهوا پېژندنې ادارې په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل کړې ده.

په خبرپاڼه کې همداراز د هېواد په ختیځو، سویل ختیځو، شمالي، سویلي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د لنډمهاله چټکو بادونو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلو مترو پورې اټکل شوی دی.

یاد وزارت نن دوشنبه هم د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د باران اټکل کړی وو.

سره له دې چې په یو شمېر ولایتونو کې د تېزو ورښتونو تمه کېږي او په تېرو څو ورځو کې هم ورېدلي،خو په یو شمېر نورو ولایتونو کې خلک له سختې وچکالۍ سره مخ دي.

د چاپېریال ساتنې متخصصان د دې نامنظم وضعیت علت اقلیمي تغییر بولي چې افغانستان یې سخت اغېزمن کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...