تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۵ مه) د کندهار په سپین بولدک کې طالب چارواکي وايي، د اپرېل له میاشتې راهیسي له دې لارې هېواد ته ۵۰ زره افغانان راستانه شوي دي.
ځايي رسنیو نن په سپین بولدک کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت د چارواکو په قول وویل، ټولټال ۹،۳۴۷ کورنۍ له دې لارې هېواد ته داخلې شوي دي.
دا په داسي حال کې ده چې د کندهار ولایت سیمهییز چارواکي وايي چې له پاکستان څخه د سپین بولدک له لارې د افغان کډوالو د راستنېدو شمېر په تېرو ورځو کې لا ډېر شوی دی.
تر دې وړاندې، د راستنېدونکو کډوالو ډېر بیروبار د تورخم پر لاره و.
خو اوس دا شمېر په سپین بولدک کې ډېر شوی دی. اټکل کېږي چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۶۰۰ سوه زره افغانان به بېرته هېواد ته راستانه شي.
AFGHANS MUST COME BACK TO AFGHANISTAN. PUNJAB IS NO MORE SAFE PLACE FOR AFGHANS.
RICH AFGHANS MUST HELP THE POOR.
LIFE IS NOT FOR EVER,
HELP THE POOR PEOPLE. THANK YOU