Homeخبرونهپه هلمند کې یوې مور ۵ ماشومان زېږولي

په هلمند کې یوې مور ۵ ماشومان زېږولي

تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۶ مه) د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د صفیان سیمې یوې اوسېدونکې مېرمنې ده، د بُست په ولایتي روغتون کې پنځه ماشومان زېږولي دي.

د هلمند د عامې روغتیا ریاست د خپرونو مسوول میرولي راحل په وینا، نوي زېږېدلي ماشومان درې هلکان او دوې نجونې دي.

دا ماشومان د یکشنبې په ورځ دنیا ته راغلل، او راپورونه وايي چې د مور او څلورو ماشومانو روغتیايي وضعیت ښه دی، خو یو ماشوم په نازک حالت کې دی او تر شدیدې پاملرنې لاندې ساتل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....