ولي الله ملکزی
په دولسمې میلادي پېړۍ کې د کاتولیکانو د نوموتي ایټالوي بزرګ او راهب (سان فرانسیس) په نوم، نومول شوی دا ښار د هسپانویانو له خوا په ۱۷۷۶م کال کې د کالېفورنیا په شمال لوېدیز کې جوړ شویدی. دغه مهال د کلېفورنیا ایالت د مَکسیکو په قلمرو کې حسابېده چې بیا په ۱۸۵۰م کې د امریکا د متحدو ایالتونو یو دېرشم ایالت شو. د آرام سمندر د مالګینو اوبو په غاړه د امریکا د دې مهم تاریخي، تفریحي او اقتصادي ښار مساحت کټ مټ د جلال آباد د ښار په اندازه، یعنی ۱۲۱ کیلومتره مربع دی. د سانفرانسیسکو د تېرکال بودیجه ۱۵ میلیارده ډالره وه؛ په داسې حال کې چې د افغانستان د همدغه کال ټوله کلنۍ بودیجه څه کم درې میلیارده ډالره ده. د دې ښار خپل نفوس ۸ لکه ۳۲ زره تنه دی، خو کله چې خواوشا نښتي ښارونه «اُوکلېنډ، فریمانټ، هِېوَرډ، یُونین سِیټي، سَان هُوزې» ورسره حساب شي چې د Bay Area په نوم یادیږي، نو بیا یې نفوس اوه نیم میلیونو ته رسي. د ښار ۴۵ سلنه هستوګن سپین پوستي، ۲۱ سلنه یې چینایان او پاتې نور یې تور پوستان، هسپانویان او د آسیا په ګډون د پاتې نړۍ توکمونه دي.
سانفرانسیسکو ۱۳ پوهنتونونه او په لسګونو دولتي او خصوصي کالجونه لري، البته د UCSF پوهنتون د طبي څېړنو په برخې کې د نړیوال شهرت څخه برخمن دی. ۳۵ زره محصلین لري چې ۶۲ سلنه یې نجونې دي. د الله تعالی په شکر او خوښۍ سره وایم چې زما لور هم سږکال له همدې پوهنتون څخه په نړۍ والې روغتیا / Global Health کې خپله ماستري واخیستله. سانفرانسیسکو د شهکارونو، نوښتونو او تنوع ښار دی؛ تېر کال ۲۲ میلیونه خلک یې لیدلو ته راغلي وو چې دوه نیم میلیونه یې بهرنیان دي. په پَشمک او پستې هوا مشهور د رنګینیو دا ښار، د نړیوالو سترو تجارتي شرکتونو، د ټکنالوژۍ د مرکزونو، رسټورانونو، جاز موزیک او سپورتي لوبغالو کوربه دی. د ځینو هیوادونو سیاسي نماینده ګۍ او قونسلګرۍ هم دلته موجودې دي.
د Golden Gate Bridge « د زرینې دروازې پل » د ښار د پېژندګلوۍ سمبول او د مهندسۍ په ډګر کې د علم مباح انساني معجزه ګڼل کېږي. دا پل د سمندر د پاسه دوه نیم کیلومتره اوږد، ۲۲۷ متره جګ، ۲۷ متره پلن، شپږ لاینونه او یوازې دوه پایې لري. په ۲۴ ساعتونو کې په منځني ډول یولک او دولس زره موټړې له یوې غاړې، بلې غاړې ته تېریږي او ښار ته د هر ننوتونکي موټر ټېکټ لس ډالره دی. د جوړېدو کار یې په ۱۹۳۴م کې پېل او په ۱۹۳۷م کې پای ته ورسېد. سانفرانسیسکو چې اصلا یوه ټاپو وزمه ده؛ څلورو پلونو له وچې سره نښلولی او دوهم مهم پل یې Bay Bridge نومیږي؛ په ۱۹۳۶م کې جوړ شوېدی. ۱۳ نیم کیلومتره اوږدوالی لري او د یوې شپې او ورځ په ترڅ کې په متوسط ډول ۲ لکه ۶۵ زره موټرې له دې پل څخه اوړي را اوړي او موټروان یا څښتن یې مکلف دی چې هرځل ښار ته د ورتګ په مهال اته ډالره فیس ورکړي. د ښکلو هنرونو ماڼۍ بل هغه زړه راښکونکی ځای دی چې لوی شمېر سیلانیان او د هنرونو مینه وال یې لیدلو ته ورځي او جالبه یې دا ده چې ورتګ ورته وړیا دی او له ما څخه یې د ټکټ پوښتنه ونه کړه. دا ماڼۍ په ۱۹۱۵م کې جوړه شوې او د دې ښار په لسو مهمو لرغونو ځایونو کې حسابیږي.
د سانفرانسیسکو نړیوال هوايي ډګر د امریکا د زرګونو ډګرونو په منځ کې دیارلسم مقام لري؛ هره ورځ تقریبا دولس سوه الوتنې ترسره کیږي او یولک ۵۷ زره کورني او بهرني مسافر له دې مېدان څخه د خپلو منزلونو په لور سفرونه کوي. د اَلکَتراز زندان چې د ښار شمال ته په یو وړوکي ټاپو کې په ۱۹۳۴م کې جوړ شوی او خطرناک بندیان به په کې ساتل کیدل، په ۱۹۶۴م کې وتړل شو. تیره میاشت، ولسمشر ټرمپ یې د بېرته پرانیستو او فعالیدو امر وکړ؛ خو بیا رغونه یې ښايی کلونه ونیسي او لسګونه میلیونه ډالره لګښت به ورباندې وشي.
چاینا ټاون بل هغه تاریخي بازار دی چې یوه نیمه پېړۍ وړاندې له چین څخه راغلو کډوالو آباد کړی او ترننه یې خپل کلچر، ژبه، خواړه او د ژوندانه ځانکړې کلاسیکه بڼه همداسې ژوندۍ ساتلې ده. د سانفرانسیسکو یو عام کاریګر چې په رستورانت، مغازې یا د تیلو پمپ کې کار کوي، په یوساعت کې ۲۴ ډالره اجوره اخلي، مګر د کورونو کرایې آسمان ته مَنجیلې په سر کوي. دلته د یوې کوټې د آپارتمان میاشتینۍ کرایه چې یوه اشپزخانه او تشناب ولري، د دوه نیمو او درې زرو ډالرو ترمنځ ده، ولی د ښار په دنګو او لوکسو بلډنګونو کې د همدغسې آپارتمان کرایه ممکن پنځو زرو ته ورسي.
سانفرانسیسکو دوه نور جالب اړخونه هم لري؛ یو یې دا چې په ۲۰۰۴م کال کې د دې ځای ښاروالۍ ۴۰۳۷ همجنسګرایانو ته د نکاح / واده سرټېفکټونه ورکړل، کوم چې د یوې محکمې او د دې ډول ودونو د مخالفینو له مخالفت سره مخ شول. دوهم اړخ په ښار کې د Homeless (کډه په سر/ بېکوره) خلکو د شمیر زیاتېدل دي. د تېرکال د احصایې له مخې، د دوئ شمېر ۸ زره او درې نیم سوه تنه ښودل شوی چې ځینو ته یې د دولت له خوا سرپناه برابره شوېده. دا ټکی باید یاد کړم چې دوئ ټولو ته د میاشتني خوراک لپاره دولتي کارتونه او روغتیایي بیمه ورکول کیږي. سربیره په دې، هېڅ روغتون نه شي کولای چې د خانه بدوشو خلکو له درمنلې څخه انکار وکړي، کنه نو د قانوني مواخدې سره به مخ شي.
په ۱۹۰۶م کال کې سانفرانسیسکو ډېرې بدې زلزلې ولړزولو؛ درې زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ؛ په زرګونو خلک ټپیان او څه باندې دوه نیم لکه وګړي بېکوره او در په در شول. بله غټه زلزله په ۱۹۸۹م کې راغله او په هغې کې له درې نیم زرو څخه زیات خلک مړه شول. مګر د دې هېواد باشعوره انجنیرانو او ګاریګرو د هرې بربادۍ پسې دې ښار ته لازیاته پراختیا او ښکلا وبښله او د بقاء او ارتقاء سفر یې نور هم چټک او سودمند کړ.
اوس پوښتنه دا ده چې آیا افغانان او زموږ د سیمې وګړي په خلقت او طبیعي جوړښت کې له لویدیځ والو څخه کم دي، که له وطن سره د وفا رازونه او د عقلانیت په لور د دوئ غزېدلې کوڅې څه بل ډول دي؟
خواږه عمرونه یې له ځان سره په جنګ وخوړل
دلته څه خلک لکه وسپنه خپل زنګ ووهل
پاملرنه: که لوستونکي علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي همدا لیکنه په وېډیويي بڼې د هغه په فېسبوک او د یوټیوب په چینل کې وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay
ملکزی ستاسو د لیکل شوی مالوماتو نه ما ډیر خوند واخییست, په خاصه توګه ستاسو د لورکۍ د لوړو زده په پار ما هم ستاسو د یوه افغان ورور په توګه د ویاړ احساس وکړ, د افسوز ځای چی زومونږ د ژوبل هیواد دوښمنان نه غواړی چی زمونږ د ملت د راتلونکې نسلونو میندې د پوهنې له نعمت نه برخه مند شی
ښاغلی ده سبزی، د هڅونې او ننګې مو مننه.
زه د یو پلار په توګه، د تعلیم او تحصیل په ډګرونو کې د افغانستان د هرې لور او خور لپار د هغه څه هیله لرم ، کوم چې د خپلې لور لپاره غواړم.
ښاغلی ده سبزی، د حسن نظر او شفقت مو منندوئ یم.
زه د یو پلار په توګه؛ د خپل ژوبل هېواد او بې وزلي ولس د هرې لور او خور لپاره د تعلیم او تحصیل په ډګرونو کې د هماغه څه هیله لرم، کوم چې د خپلې لور لپاره غواړم.
موفق اوسې
سلام
دستان فرد او برکلی پوهنتون دعلمی کچې شهرت له مبالغې اوړی . کله دې وخت پیداکړ ته یې کتابتون ته سر دننه کړه بیا پته درته لګیږی.
ستا لیکنه کې زما زړه په دې خبره ډیر خوښ شو چې ستا دکورنۍ غړې لورکۍ ماستری ترلاسه کړې چېرې چې دتعلیم دروازې په رڼا ورځ تړل کیږی.
بناء تاسې ته دزړه له کومی مبارکی وایم
جناب ع. شریف زاد صیب، تاسو ته سلام او د پېرزونې مو مننه.
د برکلي پوهنتون د نړۍ په کچه یو پېژندل شوی او معتبر پوهنتون دی. څو ځلې ورغلی یم، البته کتابخانه یې ما تراوسه نه ده لیدلی خو هڅه به وکړم.
د پاکستان د ذوالفقار علي بوټو او د اندونیزیا د سوهارتو په ګډون، د نړۍ ګڼ شمېر مهمو مشرانو همدلته سیاست لوستی دی. دا پوهنتون د سانفراسیسکو له پوهنتون څخه مازې شل کیلومتره لېری او د سمندر په سر د یو پل په واټن پروت دي.
ملکزی صاحب سلام او احترام ومنئ او ډیره مننه، چي د یوه ښار د تاریخ، فرهنګ، اقتصاد، جغرافیې نفوسو، عایدو او ددې ښار ښکلا او ځلا مو په لیکنه کي راباندي ولیدل، واقعیت خوند مي ځنی واخیستئ! او بیا پرتله زموږ د ځینو ښارونو سره سړی دې ته متوجې کوي، چي نړۍوال ولي د عروج خواته تللي او یا نژدې دي او موږ ولي د درېیمي نړۍ خلک بلل کېږو، هسي خو اوس د علومو سمندر سړی په جیب کی لري خو انداز او طرز هغسي نه لري چي د وړاندي کولو میتود يي سړی راجلب او جذب کړي! ویښ ذهنونه دي ډیر سي او په دې هیله چي وطن مو د ویښتیا او روښانتیا لوري ته سیخ سي!
ژوند ژوند
قدرمند غني حسن صیب، تاسو ته سلام او درناوئ. زه مو د خوږو لفظونو او خپلې لوریینې پوروړی کړم.
د نورو عروج، ځلا او ښکلا د علم له برکته ده او زموږ د شاته تګ بنسټیز لاملونه بېسوادي، تعصب او د ملي زعامت نشتوالی دی.
موږ شعار ورکوو او دوئ له شعور څخه کار اخلي.
مننه
محترم ورور ملکزی صاحب د ساینس او تکنالوجی د شهکارونو ښار راسپړلی او ارزښتناک علمی مرکزونو، تجارت او صنعت،لارو،ترانسپورت او نورو اهمو انسانی تلاشونو نتایجو ته اشاری کړیدی کوم چی انسانی کمالات او صلاحیتونه ثابتوی او اساس یی مسلمان ساینسپوهانو ایښی وو او وروسته نورو انکشاف ورکړی خو اوس مع الاسف امرا او علما مو هغه کفایت او صلاحیت نلری چی ملتونه او امت د علومو د استاذی مقام ته ورسوی تر دی چي د علومو تحصیل مباح ګڼی او ملت پدی طرز تفکر سره د احتیاج کندی ته ورغورزوی نه به دوا وی ،نه ډاکتر،نه انجنیر او همداسی نور مایحتاج انسانی ، او په هر څه کی محتاج .
بیا به صادرات مو لکه چي اعلان شول ګدی پران او نسوار وی
بله نوی به هم اضافه کړو چي وزیر د امر بالمعروف غیر مسلم ته د دغی شهکارونو سره د حیوان خطاب کړی حال داچي ده کوم استلال په قرآنی کلماتو کولو یوه برخه یی (کمثل الحمار ) وو، حال دا چي دا مثال د علمای بی عمل په
ارتباط ذکر شوی یعنی دوی خپله.
آیت شریف دا دی:
مثل الذین حملوا التوراة ثم لم یحملوها کمثل الحمار یحمل اسفارا.
حضرت سعدی همدا مطلب داسی بیانوی.
علم چندانکه بیشتر خوانی ـ چو عمل در تو نیست نادانی
نه محقق بود نه دانشمند ـ چارپایی برو کتابی چند
آن تهی مغز را چه علم و خبر ـ که بر او هیزم است یا دفتر
محترم ډاکټر صیب همت، د شففت او نېک نظر مو قدر کوم.
د مصنوعي ځیرکتیا او حېرانوونکی ټکنالوژۍ په پېر کې موږ لا هم د علم په تعریف او نوعیت باندې یوه خوله نه یو چې فرض دی که مباح؟
درې کاله وړاندې، ناسا، کاناډا او اروپایي اتحادیې د سترې چاودنې (Big Bang) تیورۍ ته د عملي بڼې ورکولو او انځورونو د اخیستلو په خاطر د جیمز ویب په نوم یو تلسکوپ هوا ته وتوغولو. د دغې سترې پروژې د پنځو اصلي انجنیرانو له ډلې څخه دوه یې مېرمنې وې.
یقینا، کله چې رڼا تته شي نو حتما به ترږمۍ برلاسې کېږي. ستا استدلال او د حضرت سعدي برداشت ښایسته ډېر وزن لري.
کور ودان
سلامونه،
زه هم د ملکزی صاحب د لور (زمونږ ورېرې) د ګلوبل هیلت (نړیوالې روغتیا) کښې تر ماسترۍ ډګرۍۍ بری مبارکۍ وایم ؛ او خدای وکړي سیوری ېې پر مباحو وزیرانو پریوځي!!
.. د ورور محترم ډ.همت په کامنټ کېې دحضرت سعدي دوهم بیت ته فکر یوړم:
نه محقق بود نه دانشمند!!+چارپاېې بروکتابې چند!!!
لکه سعدي ساب ،دکشتمند +دانش سرور !! ،بیدانشي
او دمحقق کتبی چند باندې ؛څو سوه کاله مخکې پوه و!
لکه بابا عبدالرحمان هم د بی آبو په باب وړاندوینه کړیوه!وګورئ زما انتخاب په ټول افغان وبپاڼه کې.
درناوی
ښاغلی ډاکټر صېب صافی، د لوریینې او پېرزونې مو د زړه له تل څخه مننه کوم.
بلې صیب، زه هم ستا د نظر ملاتړ کوم چې د ډاکټر همت صېب استدلال او د حضرت سعدي نظم ژور او پراخه مفاهیم له ځان سره لري.
زه خو د ټول افغان له وېپاڼې سره همکاري لرم، ان شاء الله حتما یې هلته لولم.
همېشنۍ بریا او سوکالي مو غواړم