چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهمتقي او عراقچي پر دوه اړخیزه اړیکو خبرې کړي

متقي او عراقچي پر دوه اړخیزه اړیکو خبرې کړي

تاند【یکشنبه د ثور ـ غویي ۲۸مه】د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرون شنبه ناوخته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره تهران کې لیدلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، امنیتي مسائل، اوبه او کډوالو ستونزو حل باندې خبرې وشوې.

د ایران بهرنیو چارو وزیر د کابل او تهران ترمنځ اړیکې د پراختیا په حال کې بللې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید د دوه اړخیزو اړیکو نوې مرحلې کې ګام په ګام پرمختګ وکړي.

بل لورته امیرخان متقي هم دې ناسته کې د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې مهمې بللې او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پراختیا ته په کتو یې ډيپلوماټیکو اړیکو کچې په لوړېدو ټینګار کړی دی.

متقي زیاته کړې،طالبان هېواد کې د کډوالو بیا مېشتېدنې زمینې برابرېدو ته ژمن دی او له ایراني لوري یې غوښتي، چې افغان کډوال دې په تدریجي ډول را ستانه کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون شنبه د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته په سفر تللی.

ټاکل شوې نوموړی د خپل ایراني سیال سربېره به د یاد هېواد نورو چارواکو سره هم لیدنې کتنې ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...