Homeخبرونهملا برادر تاتارستان ته د طالب پلاوی سفر له لاسته راوړنو ډک...

ملا برادر تاتارستان ته د طالب پلاوی سفر له لاسته راوړنو ډک بللی

تاند【یکشنبه د ثور ـ غویي ۲۸مه】د طالبانو د حکومت د رئیس الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د روسیې فدراسیون تاتارستان جمهوریت ته له څلور ورځني سفر وروسته تاتارستان ته د طالب پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک بللی دی.

ملا برادر د کابل هوایي ډګر کې له رسنیو سره خبرو کې ویلي، د دې سفر په جریان کې یې د تاتارستان او موردوویا ولسمشرانو سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسائلو په اړه ګټورې کتنې درلودې.

هغه زیاته کړې، د یاد سفر جریان کې یې د روسیې فدراسیون لومړي وزیر له دواړو مرستیالانو سره هم لېدلي، چې پرمهال یې د کابل او مسکو دوه اړخیزې سوداګرۍ پراختیا، افغانستان کې د روسي پانګوالو پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو اقتصادي اړیکو په اړه دوه اړخیزې خبرې وشوې.

د یادونې ده، چې د کازان ۱۶م نړېوال اقتصادي فورم د ۹۰ هېوادونو د لوړو پوړو چارواکو او د بېلابېلو هېوادونو د ۲۰زره شرکتونو استازو په شتون کې د تاتارستان کازان ښار کې ترسره شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...