چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهخلیلزاد: عمران خان ښایي ژر له زندانه خوشې شي

خلیلزاد: عمران خان ښایي ژر له زندانه خوشې شي

تاند【یکشنبه د ثور ـ غویي ۲۸مه】افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وایي، داسې راپورونه شته چې ښایي د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران له زندانه خوشې کیږي.

خلیلزاد د عمران خان خوشې کېدو ته هیله مندي ښودلې.

نوموړي ویلي، چې پاکستان به دغه “حساس” پړاو کې د هغه له خوشې کولو هم په کور دننه او هم بهر ګټه پورته کړي.

کلونه کېږي چې عمران خان د پاکستان پوځ په زندان کې له خپلې مېرمنې سره زنداني دي.

د عمران خان د خوشې کېدو هیلې وروسته له هغې زیاتې شوي چې کله هند او پاکستان، هندي کشمیر کې د هندي سیلانیانو د وژل کېدو پر سر په نښته شول.

په دغه وسله واله جګړه کې دواړه لورو مالي او ځاني  زیانونه ولیدل، چې وروسته د امریکا په منځګړتوب دواړه لورو اوربند وکړ.

جګړې سره هممهاله پاکستان کې د عمران خان پلویانو د نوموړي د خوشې کېدو په پار پراخ لاریونونه وکړل او د هغه د خوشې کېدو غوښتنې یوځل بیا زیاتې شوې.

وبه لیدل شي چې نوموړی به ریښتیا هم خوشې شي که نه؟

2 COMMENTS

  1. کچیری پوځ وغواړی کوم ستونزه نشته ، کچیری خلیلزاد دا خبره کوی مطلب یی داده چې ټرمپ کیدای د اوربند په ورځ عاصم منیر د پوځ مشر ته ویلی وی چې عمران خان خوشي کړی داسې ویل کیږی چې قریشي مریض ده له زندان څخه یی شفاخانه ته لیږلی نو کیدای شي بیا د عمران خان د خوشي کولو لپاره هم یو بهانه پیدا کړی خو چې پنجاب ضد ګورم ګمان می نه کیږی
    خو عمران خان غواړی له پوځ او شهبازشریف سره خبری وکړی ځکه د عمران خان وخت کې نوازشریف هم بندی شوی وو چې پوځ مداخله وکړه او نوازشریف یې سعودی ته ولیږه

  2. پوځ په هیڅ صورت نه غواړی چي عمران خان په نژدی راتلونکی کي د سیاست دګر ته بیا داخل سی، البته که عمران خان د آزادی په بدل کي د هیواد پریښولو ته چمتو وی نو د آزادی امکان یی شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...