د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د دوشنبې په ورځ به له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین د جګړې د ختمولو لپاره ټیلیفوني خبرې وکړي.
نوموړي دا خبره د خپل ټولنیز پلاتفورم “Truth Social” له لارې کړې او ویلې یې دي چې د دغې اړیکې اصلي موضوع د “وینو بهېدنې بندول” دي.
ټرمپ زیاته کړې، چې له پوتین وروسته به له اوکرایني ولسمشر ولادیمیر زلنسکي، او د ناټو له یو شمېر غړو سره هم خبرې وکړي.
نوموړی هیله لري چې د دغو تماسونو نتیجه به اوربند وي.
د کرملین ویاند دیمیتري پېسکوف هم دا تماس تایید کړی او ویلي یې دي، چې د بندیانو تبادله او یو لړ نورو شرایطو ته په کتو، امکان لري چې پوتین له زلنسکي سره هم وګوري.
ټرمپ دغه اعلان له هغې وروسته کړی، چې د جمعې په ورځ د ترکیې په استانبول کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د کلونو وروسته لومړۍ مستقیمې خبرې ترسره شوې، خو د اوربند هیله یې پوره نه کړه.
دواړو خواوو یواځې پر دې هوکړه وکړه، چې یو له بله سره زر تنه بندیان تبادله کړي.
سره له دې، پوتین د زلنسکي هغه وړاندیز رد کړی چې غوښتل یې له هغه سره مخامخ وګوري، او پر ځای یې د مشروطو خبرو غوښتنه کړې.