Homeخبرونهامیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ تهران ته لاړ

امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ تهران ته لاړ

تاند (شنبه، د غويي/ ثور ۲۷ مه) د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو وزارت سرپرست، امیرخان متقي نن (شنبه، د ثور ۲۷مه) د ایران د حکومت په رسمي بلنه تهران ته لاړ.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیااحمد تکل په وینا، دا سفر د تهران په دیالوګ اسمبله (د خبرو اترو غونډه) کې د ګډون، او د کابل او تهران ترمنځ د دیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره شوی دی.

ښاغلي تکل ویلي چې د دې سفر موخه د تهران په غونډه کې ګډون، له ایراني چارواکو سره لیدنې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې دي. نوموړي زیاته کړې چې د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظری هم د دې پلاوي په ترکیب کې تهران ته تللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند مخکې ویلي و چې متقي به د روانې میلادي میاشتې په پای کې چین ته هم سفر وکړي.

د چهارشنبې په ورځ هم د طالبانو د حکومت یو پلاوی، د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ، تاتارستان ته لاړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...