چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهد هند جمو او کشمیر کې ۳ جنګي الوتکې غورځېدلي

د هند جمو او کشمیر کې ۳ جنګي الوتکې غورځېدلي

تاند【چهارشنبه د ثور ـ غویي ۱۷مه】د هند په جمو او کشمیر کې درې جنګي الوتکې غورځېدلي دي.

د هند سیمه‌ ییزو حکومتي سرچینو رویټرز ته ویلي، چې د چارشنبې په ورځ د هند په جمو او کشمیر سیمه کې ۳ جنګي الوتکې راغورځېدلي دي.

دا پېښه څو ساعته وروسته له هغه رامنځته شوې، چې هند اعلان وکړ ؛ د پاکستان په خاوره کې یې له پولې هاخوا نهه “ترهګریز کمپونه” په نښه کړي دي.

هند پر پاکستان په تازه کړي برید کې ۴۳ تنو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستان د پوځ یوه ویاند بیا رویټرز ته ویلي، چې پېنځه هندي پوځي جیټ الوتکې یې رانسکورې کړې دي؛ خو دا ادعا تر اوسه هند تائید کړې نده.

بل لورته پر پاکستان د هند تر برید وروسته راپورونه کاږي چې ګڼ شمېر هندي هوايي شرکتونو د هند تر ادارې لاندې کشمیر او دغه راز د راجستان او پنجاب په څېر سرحدي ایالتونو ځینو ښارونو ته د الوتنو لغوه کولو خبر ورکړی دی.

تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و چې پاکستان له خپلو هوایي ډګرونو ټولې الوتنې ځنډولې دي.

1 COMMENT

  1. دا ټول درواغ دي. اوس تاسي هم د خپل جهادي بادار په پلوي خبرې خپروۍ. څنګه جهادي اشراري چیچیانو ! په تور دجال مو ډیره خوا بدیږي ؟ ولاړ سۍ تاسي خو هم د جهادي طغوتیانو چیچیان یاست جهاد وکړۍ اسلام وګټۍ هغه هم تور طغوتي کافرستاني اسلام سي مورنۍ خاوره مو ورباندي کڼډواله کړه. 😔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...