Homeخبرونهپر پاکستان د هند د برید مشري دوه ښځینه افسرانو کوله

پر پاکستان د هند د برید مشري دوه ښځینه افسرانو کوله

تاند【چهارشنبه د ثور ـ غویي ۱۷مه】پر پاکستان د هند تازه برید چې پکې پاکستاني لوري ته شاوخوا ۴۳ کسان مړه او ژوبل شوي مشري یې دوه هندي پوځي افسرانو په غاړه درلوده.

صوفیه قریشي او ومېکا سېنګ هغه دوه قومندانانې دي،چې د پاکستان د تېرې شپې د توغندیزو بریدونو قومنده یې پر غاړه درلوده.

صوفیه قریشي د هندي پوځ لوړپوړې چارواکې او ومېکا سېنګ بیا د هوايي ځواک قومندانه ده.

دوی د هند لپاره په تېرو څو نورو مهمو بریدونو کې هم مهمه ونډه اخیستې ده.

دغو دوو لوړ پوړو پوځي افسرانو نن (چهارشنبه) په یوه خبري غونډه کې و ویل، د پاکستان پر خاوره د تېرې شپې برید کې له “ترهګریزو مرکزونو” پرته نه کومه نظامي اډه په نښه شوې او نه پکې ملکیانو ته زیان اوښتی دی.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر پهلګام کې د هندي سیلانیانو تر وژل کېدو وروسته هند پر پاکستان غچ اخیستونکی برید کړی.

پاکستان بیا ګواښ کړی چې د دې برید غچ به اخلي.

د پاکستان د پوځ یوه ویاند ادعا کړې چې ۵ هندي جنګي الوتکې یې په نشه کړي، خو هند تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بهوسلې مړه شوه

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۲۳مه) هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشهوره سندرغاړې اشا بهوسلې نن د یکشنبې په ماسپښین...