تاند【چهارشنبه د ثور ـ غویي ۱۷مه】د پاکستان د پوځ مطبوعاتوګي څانګې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې پر پاکستان د هند برید کې ۲۶ پاکستانیان وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې هند د تېرې شپې بریدونو کې جوماتونه، ملکي وګړي او د اوبو بندونه په نښه کړي دي.
بل خوا بیا د هند پوځ د نن سهار ویلي، چې پر پاکستان یې د تېرې شپې برید کې یوازې د ترهګرو مرکزونه په نښه کړي چې ادعا کوي له ۸۰ ډېر ترهګر یې وژلي دي.
له دې سره په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي ویلي، چې یاد سازمان ته یې د هند د برید په تړاو معلومات ورکړي او له ځانه دفاع خپل حق ګڼي.
د هند تر برید وروسته پاکستان د هند د پنځو الوتکو د غورځولو ادعا وکړه.
هند د ۳ الوتکو د غورځېدو منلې ده.
پر پاکستان برید د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د اپرېل میاشتې د وسله وال برید غبرګون کې وشو، چې ۲۶ هندي سیلانیان پکې ووژل شول، چې هند یې پاکستان مسوول وګاڼه.
تاسي باید ماتم اعلان کړۍ ځکه په دغه نجسه خاوره کې تاسي پیدا او ستا جهادي طغوتي پلرونو له دغې نجسې خاوري طغوتي جهاد زما افغان خاورې د ورانولو په پار بنا کړی . 😔