Homeخبرونهپر پاکستان د هند برید ته د یو شمېر هېوادونو غبرګونونه

پر پاکستان د هند برید ته د یو شمېر هېوادونو غبرګونونه

تاند【چهارشنبه د ثورـ غویي ۱۷مه】‏هند تېره شپه د پهلګام پېښې د غچ په اخیستو په پار د پاکستان یو شمېر سیمې د «سندور» عملیاتو په نوم برید کې په نښه کړې.

د وروستیو معلوماتو له مخې ۲۶ کسان پکې ووژل شول او نږدې ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

تر برید وروسته یو شمېر هېوادونو هم غبرګونونه ښودلې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر پاکستان د هند برید ته غبرګون کې د ترینګلتیا ژر پای ته رسېدو ترڅنګ یې پر پاکستان د هند برید د شرم ځای بللی دی.

بل لورته بیا د چین بهرنیو چارو وزارت وايي، هېواد یې د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي پرمختګونه له نږدې څاري او خپلو اتباعو ته یې سپارښتنه کړې چې د شخړې سیمې ته نږدې له ورتګ ډډه وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د هند او پاکستان ترمنځ د پوځي شخړې د ژورېدو په اړه ژوره اندیښنه لري او له دواړو هېوادونو یې غوښتي چې زغم وښيي.

د طالبانو حکومت که څه هم تازه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې یې د پهلګام پېښې سره سم چې هند یې پړه پر پاکستان واچوله، د غندنې وړ وبلله او ټینګار یې وکړ، چې ورته پېښې د سیمې امنیت او ثبات ګواښي.

دا په داسې حال کې ده چې پر پاکستان د هند له برید وروسته د پاکستان د لومړۍ وزیر شهباز شریف په مشرۍ د یاد هېواد د ملي امنیت شورا بېړنۍ غونډه روانه ده څو پرېکړه وکړي، چې متقابل اقدامات به یې څه وي.

د هند پوځ د نن سهار په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې پاکستان کې یې یوازې د ترهګرو مرکزونه په نښه کړي او هېڅ نظامي یا ملکي تاسیس او ملکي وګړو ته یې زیان نه دی رسولی.

خو پاکستان دا ادعاوې رد کړې دي.

تازه د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر هم په یوه خبري غونډه کې منلې چې پر پاکستان د هند تېرې شپې د بریدونو له امله شاوخوا ۲۶ ملکیان وژل شوي دي.

منیر زیاته کړې چې د برید پر مهال نه د پاکستان او نه هم د هند جنګي الوتکې د یو بل هوايي حریم نقض کړی او د یو بل خاورې ته نه دي ننوتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...