جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد هند برید کې د جیش محمد ډلې د مشر د کورنۍ...

د هند برید کې د جیش محمد ډلې د مشر د کورنۍ لس غړي وژل شوي

تاند【چهارشنبه د ثورـ غویي ۱۷مه】بي بي سي اردو د جیش محمد وسله والې ډلې د مشر، مسعود اظهر د یوې اعلامیې په حواله راپور ورکړی، چې پر پاکستان د هند د تېرې شپې په برید کې د هغه د کورنۍ لس غړي وژل شوي دي.

مسعود اظهر زیاته کړې چې په وژل شویو کې یې څلور ملګري هم شامل دي.

نوموړي ویلي په دې برید کې د ملګرو ترڅنګ د مړو شمېر ټولټال ۱۴ تنو ته رسیږي.

د سرچینې د راپور پر بنسټ خبرپانه کې د هند پر لومړي وزیر نرېندرا مودي نیوکه شوې چې د انساني اصولو خلاف کار یې کړی، ځکه برید کې ښځې او ماشومان هم قرباني شوي دي.

هند تېره شپه د کشمیر د پهلګام پېښې د غچ اخیستو په پار د پاکستان یو شمېر سیمې د «سندور» عملیاتو په نوم برید کې په نښه کړې.

د وروستیو معلوماتو له مخې ۲۶ کسان پکې ووژل شول او نږدې ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د هند پوځ د نن سهار په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې پاکستان کې یې یوازې د ترهګرو مرکزونه په نښه کړي او هېڅ نظامي یا ملکي تاسیس او ملکي وګړو ته یې زیان نه دی رسولی.

خو پاکستان دا ادعاوې رد کړې دي.

دغه برید ته ګڼو هېوادونو غبرګونونه ښودلي او له دواړه لورو یې د زغم غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...