تاند【چهارشنبه د ثورـ غویي ۱۷مه】د طالبانو حکومت تازه په خپره کړې اعلامیه کې د پاکستان او هند ترمنځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ بللی دی.
اعلامیه کې زیاته شوې، چې یادو دواړو هېوادونو ترمنځ د وضعيت لا ترينګلتيا د سيمې په ګټه نه دی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې دوی امنيت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه بولي.
اعلامیه کې پر دواړو لوریو غږ شوی، چې له زغم څخه کار واخلي او ستونزې د ديپلوماسۍ له لارې په خبرو او تفاهم حل کړي.
د یادونې ده، چې هند تېره شپه د کشمیر د سېلانیانو برید د غچ اخیستو په پار پر پاکستان د بالستیک توغندیو او جنګي الوتکو له لارې پراخ بریدونه وکړل او نهه اهداف یې په نښه کړل.
په یادو بریدونو کې ګڼو پاکستاني وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د افغانستان ترڅنګ د نړۍ ګڼو نورو هېوادونو هم په دې تړاو غبرګونونه ښکاره کړي دي.