تاند【چهارشنبه د ثور ـ غویي ۱۷مه】پاکستانۍ رسنۍ وایي، چې پر دې هېواد د هند په برید کې ۸ تنه مړه او شاوخوا ۳۵ نور پاکستانیان ټپیان شوي دي.
بل لورته نوي ډهلي ویلي چې پاکستان پورې اړوندې ۹ سیمې یې ویشتي او موخه یې د جیش المحمد او لشکر طیبه مرکزونه وو.
نوي ډهلي تر دې وړاندې ویلي وو چې له دې توغندیز برید یې موخه د پهلګام د تروریستي برید غچ اخیستل و.
هند ویلي، چې د بالسټيک توغنديو په مټ یې د پاکستان سيالکوټ، مظفر اباد، لاهور، پېنډۍ او بهالپور سيمې ویشتي دي.
بل لورته بیا د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د دې هېواد پر څو ښارونو د هند بريد ته سخت غبرګون ښودلی.
شهباز شريف ويلي: “د پاکستان ولس او ځواکونه پوهېږي چې څه وکړي او دښمن ته څه ډول ځواب ورکړي.”
شریف زياته کړې، هيڅکله به اجازه ورنه کړي چې دښمن خپلو شومو موخو ته ورسېږي.
په ورته مهال د پاکستان دفاع وزير ادعا کړې، چې د هند شپږ الوتکې يې له منځه وړې دي.
د هند چارواکو ویلي چې د سې شنبې او چهارشنبې ترمنځ شپه یې د “سندور” عملیاتو په نوم هوایي بریدونه ترسره کړي او پکې د پاکستان ۹ ځایونه په نښه شوي دي.
هند و پاکستان وروسته له هغې په خپلو کې سره په جګړه شول کله چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر هندي سیلانیانو برید وشو او ۲۶ هندي سیلانیان ووژل شول.
هند د دې برید مسوولیت پر پاکستان اچوي، پاکستان بیا دا ادعا ردوي.